اسراییل د سوریې پر بندر توغندیز برید کړی

سوریه

د سوریې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، اسراییل پوځ د دې هېواد په لاذقیه بندر د توغندیو ګوزارونه کړي دي. په رپوټ کې راغلي، د دې بریدونو له کبله د بندر په شاوخوا کې یو شمېر ودانیو ته زیان رسېدلی دی، چې یو روغتون هم پکې شامل دی.

د سوریې دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي، چې ''د اوښتي زیان کچې معلومولو چاره روانه ده. ''

د سوریې ټلویزیون په رپوټ کې د اور لمبې لیدل کېږي چې په بندر کې د کانتنیرونو له منځه پورته کېږي.

د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د پېښې ځای ته امبولانسونه او د اور وژلو کارکوونکي استول شوي دي.

دا پر لاذقیه بندر تېره یوه میاشت کې د اسراییل دویم برید دی.

پر یاد بندر له دې مخکې تر سره شویو بریدونو کې هغه ایراني تجهیزات او د لبنان حزب الله وسله والې ډلې کسان په نښه شوي چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد حکومت مرستې لپاره استول کېږي.

لاذقیه په سوریه کې د مدیترانې سمندر له مهمو بندرونو یو بلل کېږي. دغه بندر ته نژدې حمیمیم هوايي اډه کې د روسیې هوايي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.