سوریه کې د اسراییل هوايي برید

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې چارواکي وايي، چې د دغه هېواد منځنۍ سیمه کې د حمص ولایت په شعیرات هوايي اډه اسراییل هوايي برید کړی دی.
دوی وايي، د سوریې دافع هوا د اسراییل څو توغندي په نښه کړي او له منځه وړي دي.
لندن کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، پر شعیرات هوايي اډه سربېره حمص ته نږدې ایران ملاتړي وسلوال هم په نښه شوي دي.
د لبنان د حزب الله اړوند المیادین شبکه وايي، د حمص ختیځ ته مرکزونو باندې بمبار شوی دی.
د دې برید د ممکنه مرګ ژوبلې او تاوان په هکله څه نه دي ویل شوي.
ویل کېږي الوتکو د لبنان له اسمان پر هدفونو برید وکړ.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا وايي، برید د شپې ځايي وخت په اتو بجو وشو.
اسراییل په دې هکله څه نه دي ویلي.
شعیرات هماغه هوايي اډه ده چې امریکا پر ۲۰۱۷ کال د بشار اسد حکومت د کیمیايي برید په ځواب کې په کروز توغندیو وویشتله.
اسراییل وروستیو کلونو کې سوریه کې سلګونه هوايي بریدونه کړي دي، چې په وینا یې ایراني ځواکونه، د ایران ملاتړي وسلوال او د لبنان حزب الله ډله یې په نښه کړي دي.
د اسراییل لومړي وزیر نتن یاهو بیا بیا ویلي نه پرېږدي چې سوریه کې ایراني او لبناني ځواکونه دایمې اډې جوړې کړي.
دې برخه کې له نتن یاهو سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړ هم شته.








