اسرائیل: د قاسم سلیماني زوم لبنان ته وسلې قاچاق کوي

عروسی

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د رضا هاشم صفي الدين ډېر عکسونه نشته

د اسرائيلو پوځ ادعا کړې چې د ایران د قدس ځواک د مخکیني مشر قاسم سلیماني زوم 'رضا هاشم صفی الدین' د سوریې له لارې لبنان ته د وسلو قاچاق کې ښکېل دی.‌

د اسرائیلو د پوځ عرب ژبي ویاند 'افیخای ادرعي' رسنیو ته ویلي رضا هاشم صفی الدین دا وسلې مساپر وړونکو الوتکو کې لومړی له تهرانه دمشق او بیا له هغه ځایه لبنان ته وړي او حزب الله غورځنګ ته ېې سپاري.

د ایران د قدس ځواک مخکیني مشر چې په ۲۰۲۰ کال عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو، پنځه اولادونه لري چې درې پکې د نرجس، فاطمه او زینت په نومونو لوڼې دي.‌

له دوی زینب سلیماني تر هغې وروسته مشهوره شوه، چې د پلار د تدفین پر ورځ یې د ایران له ملي تلویزیون ژوندی وینا خپره شوه.‌

رضا هاشم صفي الدین له همدې زینب سره واده کړی.

د سلیماني زوم څومره پېژنئ؟

رضا هاشم صفی‌الدین

د عکس سرچینه، Iribnews

د عکس تشریح، زینب سلیماني چې ویل کېږي د پلار له مړیني وروسته یې رضا سره واده کړه

پخپله رضا هاشم صفي الدین د لبنان حزب الله ډله کې کومه مهمه دنده او مقام نه لري، خو څه چې نوموړي ته اهمیت ورکوي،‌ دې ډله کې یې د پلار 'هاشم صفي الدین' ځای او منصب دی.‌

د زینب سلیماني خسر شاوخوا ۵۰ کلن او شیعه روحاني‌ مشر دی چې د لبنان د حزب الله ډلې د اجرائیه شورا مشري کوي.‌

هغه د حزب الله غورځنګ د مشر سید حسن نصرالله د مور د ترور زوی دی، د دې ډلې دویم مهم کس ګڼل کېږي‌ او د رپوټونو له مخې ایران د حسن نصرالله ځایناستۍ ته غوره کړی دی.‌

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د ۲۰۱۷ کال می میاشت کې هاشم صفي الله د "ترهګر" په نوم تحریم کړ.‌

هغه چې د رپوټونو له مخې ایران کې روزل شوی، په ۱۹۸۲ کال د حزب الله له رامنځته او بنسټګرو ګڼل کېږي او له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې ډلې د اجرائیه شورا مشر دی.

هاشم صفی‌الدین

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، هاشم صفي الدین د سلیماني د دویم تلین پر مهال زینب غېږ کې نیولي

‌ویل کېږي ورور یې عبدالله صفي الدین اوس هم تهران کې اوسي او د لبنان د حزب الله استازی دی.‌

د ایران د قدس ځواک د مخکیني مشر د لور او د لبنان د حزب الله ډلې د دغه مهم مشر د زوی د واده خبر لومړی د حزب الله د یوه بل مخکیني وژل شوي مشر خور ورکړی و.‌

رضا هاشم صفي الدین له رسنیو ځان ډډې ته ساتي او له همدې کبله یې د زدکړو او دندې په اړه مالومات او ډېر تصویرونه هم نشته.‌