نیویارک ټایمز: 'اسراییلو د امریکا په نیابت د القاعدې دویم نمبر مشر تهران کې وژلی'

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ 'نیویارک ټایمز' ورځپاڼې په یوه ځانګړې رپوټ کې ادعا کړې چې د اسراییل استخباراتي ځواکونو ابو محمد المصري چې کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د بریدونو اصلي تورن ګڼل کېده، د امریکا په امر یا غوښتنه د ایران پلازمېنه تهران کې وژلی دی، خو ایران دا ربوټ په کلکه رد کړی دی.
ابو محمد المصري د القاعدې جګپوړي غړی او د دې شبکې دویم کس بلل کېده. د 'نیویارک ټایمز' رپوټ کې د المصري د وژل کېدو د نېټې لپاره د روان کال په زمري/اسد میاشت تهران کې له "لور سره د یوه لبناني" سړي د وژل کېدو پېښې ته اشاره شوې ده.
ایراني رسنیو د تېر زمري په ۱۸مه د تهران پاسداران سیمه کې د یوه پلار او لور د وژل کېدو خبر ورکړ او د ګاونډیو په حواله یې ولیکل چې دوی دواړه ایرانيان نه وو.
دغو رسنیو وژل شوی کس حبیب داود، لبنانی او د تاریخ ښوونکی معرفي کړ او د هغه لور یې ۲۷ کلنه مریم داود وبلله.
د ایران غبرگون
د ایران بهرنیو چارو وزارت دا نه مني چې القاعده شبکې دغه مشر دې د اسراییلي جاسوسانو لخوا د دوی خاوره کې وژل شوی وي.
د دغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د شنبې په ورځ وویل امریکا او اسراییل ایران کې د ابو محمد المصري د وژل کېدو بې بنسټه کیسه د دې لپاره جوړه کړې چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مسئولیت له خپلو اوږو لېرې او ایران سره تړاو ورکړي.
خو اوس نیویارک ټایمز وايي د څلورو امنیتي او استخباراتي چارواکو له لارې پوهېدلي چې دغه دوه کسان ابو محمد المصري په عبدالله احمد عبدالله مشهور او د هغه لور مریم وه.
دې ورځپاڼې مریم المصري د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن مېرمن بللې ده.
ابو محمد المصري د القاعده شبکې د بریدونو طراح او متفکر مغز ګڼل کېده.
هغه په ۱۹۹۸ کال د کینیا پلازمېنه نایروبي او تنزانیا پلازمېنه دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو له بریدونو وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې ایف بي آی"تر تعقیب لاندې کسانو" د نوملړ په سر کې و.
د امریکا دولت د هغه په اړه د هر ډول مالومات پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.
نیویارک ټایمز لیکلي: "د څلورو دولتي چارواکو د مالوماتو پر بنسټ د هغه د وژلو عملیات د امریکا په استازولۍ د اسراییلي مامورینو لخوا ترسره شوي دي. تر اوسه مالومه نه ده چې د امریکا امنیتي او استخباراتي بنسټونو هم په دغو عملیاتو کې رول درلود که نه - خو دغو بنسټونو له کلونو راهیسې ایران کې د ښاغلي المصري خوځښتونه څارل. "

د عکس سرچینه، CIA
دغه پلار او لور نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو د ۱۹۹۸ کال د اګست د ۷ مې برېدونو د ۲۲ مې کلیزې پر ورځ او نېټه تهران کې ووژل شول.
نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې لیکلي: "دا کسان د داسې ځای په زړه کې وژل شوي چې له جیوپولیټیکي او ترهګرۍ ضد عملیاتو له اړخه دوموره نامتعارفه ده چې د ښاغلي المصري د وژل کېدو ګونګوسه تر اوسه همداسې ګونګوسه پاتې او تایید نه شوه. د نامالومو لاملونو له کبله القاعدې د المصري مړینه چې د دې شبکې دویم کس ګڼل کېده اعلان نه کړه، ایراني چارواکو په بشپړ ډول پټه کړه او تر اوسه یوه هېواد هم د دې زغرده د دې هدفي وژنې مسوولیت ونه مانه."
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې پولیسو پر ابو محمد المصري د مشهور عبدالله احمد عبدالله په اړه د مالومات پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه ايښې وه.
نیویارک ټایمز ۵۸ کلن المصري د القاعده شبکې د مشرانو نوملړ کې په ایمن الظواهري پسې دویم مهم کس بللی دی.

د عکس سرچینه، The New York Times
د امریکا استخباراتي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي ایران په ۲۰۱۳ کال کې ابو محمد المصري نیولی او بندی کړی و خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې د تهران په هوسا پاسداران سیمه کې ازاد ژوند کاوه.
ایراني رسنیو د زمري په ۱۸مه تهران کې وژل شوی کس د تاریخ لبنانی ښوونکی "حبیب داوود" معرفي کړ خو اوس نیویارک ټایمز وايي د دوی څېړنې ښيي چې لبنان کې د حبیب داوود په نوم د تاریخ ښوونکی نشته او لبناني رسنیو هم د اګست په ۷مه او ۸مه د هغه د وژل کېدو خبر نه دی خپور کړی.
ایراني رسنیو ویلي و دغه پلار او لور په یوه رینو اېل ۹۰ موټر کې سفر کاوه چې بل موټر کې دوو سپرو وسله والو پرې د بې غږه تومانچو ۵ ډزې وکړې - نیویارک ټایمز هم اوس د پېښې همدا ډول کیسه کړې ده.
څلور مرمۍ د المصري په موټر او پنځمه په ورڅېرمه بل موټر لګېدلې ده.
نیویارک ټایمز خپل رپوټ کې دې ته هم اشاره کړې چې دغه کسان ایران کې په نطنز اټومي بټۍ او تر ډېره د تهران شاوخوا څو پوځي اډو کې له مرموزو او «ورانکاره» چاودنو سره هممهاله وژل شوي دي.
تر دې پېښې درې ورځې وړاندې د اګست په ۴مه د لبنان د پلازمېنې بیروت په بندر کې هم ستره چاودنه شوې وه چې ۲۲۰ کسان پکې وژل شوي او ۱۱۰ نور تری تم شوي وو.
دغه چاودنه چې د لبنان پلازمېنې ته یې درانه زیانونه واړول د تاریخ تر ټولو ستره غیراټومي چاودنه وبلل شوه.









