د القاعده شبکې دویم مهم مشر ابو محسن المصري افغانستان کې وژل شوی'

د عکس سرچینه، @NDS
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، غزني ولایت کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن المصري وژلی دی.
ملي امنیت په یوه ټویټ کې- چې د المصري درې بېلابېل انځورونه یې خپاره کړي، لیکلي، ابو محسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعدې جګپوړی قومندان و.
د ملي امنیت ویاند حارث جبران بي بي سي ته وویل چې المصري د اندړو په ولسوالۍ کې وژل شوی.
د یادې سرچینې په وینا، د القاعدې شبکې غړي د ناوې ولسوالۍ له لارې د ګیرو، قره باغ، مقر او اندړ ولسوالیو په څېر د غزني سوېلي سیمو ته تګ - راتګ کاوه.
ناوه د غزني سوېل کې پرته ده چې د پاکستان له 'بادني' سره ګډه پوله لري.
دا ولسوالي له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې ده.
د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي پر ټوېټر لیکلي، د القاعدې شبکې د مهم غړي وژل کېدل ددې څرګندوی دی چې طالبان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره نژدې اړیکې او ګډ ترهګریز فعالیتونه لري.
نوموړي طالبان پر دروغو تورن کړل چې وايي له القاعدې او ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
طالبانو تر اوسه د ښاغلي اندرابي پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
ابو محسن المصري د امریکا د فدرالي څېړنیز ادارې د هغو کسانو په نوملړ کې دی چې دغې ادارې ته ډېر مطلوب دي.
القاعدې شبکې تر اوسه د المصري د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
المصري په امریکا کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په مالي ملاتړ او د امریکايي وګړو پر وژلو تورن دی.
ایف بي ای وايي، المصري په حسام عبد الرؤوف نامه هم مشهور دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت ویلي وو، د القاعدې شبکې مشران لاهم افغانستان کې شته چې شمېر یې کابو دوو سوو کسانو ته رسېږي.
روانه میاشت پر افغانستان د امریکا د یرغل او د طالبانو د تحریک پرځېدو ۱۹ کاله پوره کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د روان کال په فبرورۍ میاشت کې قطر کې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ورو- ورو ایستل پیل کړي دي.
په دې هوکړه کې ویل شوي، چې امریکا به د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي خو مقابل کې به طالبان له ترهګرۍ سره د خپلو اړیکو د غوڅولو ضمانت ورکوي.
اوسمهال وسله وال طالبان قطر کې د افغان دولت له پلاوي سره د سولې او جوړجاړي پر سر خبرې کوي.
د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ دا خبرې تېره میاشت قطر کې پیل شوې دي، چې ورسره افغانستان کې جګړه او نښتې هم ډېرې شوې دي.









