امریکا: افغانستان کې مو د القاعدې شبکې مهم قومندان وژلی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، افغانستان کې یې د القاعدې شبکې یو مهم قومندان د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی. امریکا وايي، قاري یاسین یې له ۲۰۰۸ کال راهیسې څارلی دی.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قاري یاسین تېره اونۍ د بې پیلوټه څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی.
واشنګټن پر یاسین تور لګولی، چې ګني په ۲۰۰۸ کال یې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید کې د دوو امریکايي پوځيانو په ګډون لسګونه نور کسان وژلي وو.
القاعدې شبکې تر اوسه د خپل دغه قومندان د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
امریکایان اټکل کوي چې د القاعدې شبکې دغه وژل شوي مشر په ۲۰۰۹ کال د سریلنکا کریکټ ډلې پر لېږدوونکي موټر برید کې لاس درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، د یاسین وژنه "یو ښه دلیل دی چې ګني ترهګر د اسلام نوم بدوي او په لوی لاس ولسي وګړي په نخښه کوي او دوی له عدالته پښې سپکوي".
د پاکستان د ترهګرۍ ضد سازمان د یاسین د نیول کېدو او یا د هغه د ځای ځایګي معلومولو مقابل کې ۱۹ زره امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې وه.
قاري یاسین په استاد اسلم هم مشهور و.
د امریکا دفاع وزارت وايي، امریکايي بې پیلوټه الوتکې تېره یکشنبې له پاکستان سره پر پوله د افغانستان پکتیا ولایت کې هغه موټر په نخښه کړی، چې یاسین او د القاعدې شبکې درې نور غړي پکې سپاره وو. خو د پکتیکا ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې قاري یاسین او ملګري یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په منګړتي سیمه کې د بربزه کي تربرید لاندې راغلي دي.
افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې افغان طالبانو ته یې پټنځي ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، سږ پسرلی به د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه مېشت کړي.

د عکس سرچینه، AFP
هلمند کې امریکايي ځواکونو له وسله والو طالبانو سره ډېرې خونړۍ جګړې کړې، چې بالاخره په ۲۰۱۴ کال له دغه ولایته ووتل.
هلمند اوس یوځل بیا د افغانستان له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د وسله والو طالبانو فعالیتونه تر ډېره پکې بیا ډېر شوي دي.
په پام کې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان امنیتي سرتېري وروزي.








