د پاکستان له قبایلي سیمو راپور وايي، چې د امریکا څارګرې الوتکې د القاعدې شبکې د ابو یحیی اللیبي مهم ځای ناستی ابو زید وژلی دی.
وايي، برید د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ وختي، شوی، چې ابو زید له لسو نورو کسانو سره یوځای، د شمالي وزیرستان په یوه پټن ځي کې د افغانستان پولې ته څېرمه ووژل شول.
سرچینه وايي، چې ابو زید څو ورځې مخکې هغه ځای ته لېږدول شوی، چې اوس په کې ووژل شو.
راپور وايي، چې ابو زید په تېر جولای کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ابو یحیی اللیبي تر وژل کېدا وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.
پاکستاني طالبانو هغه مهال د ابو یحیی اللیبي وژنه یوه لویه ضایعه بللې وه.












