ایران له القاعدې سره په همکارۍ ۱۸ بهرنیان نیولي

ایرانیان ادعا کوي، چې د کرمان ولایت ۳۰ سلنه جرمونه د افغانانو له لوري ترسره کېږي.
د عکس تشریح، ایرانیان ادعا کوي، چې د کرمان ولایت ۳۰ سلنه جرمونه د افغانانو له لوري ترسره کېږي.

د ایران کرمان څارنوال ویلي، چې له القاعدې شبکې سره یې د همکارۍ په تور اتلس شکمن کسان نیولي دي.

د کرمان څارنوال د تېرې یکشنبې په ورځ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په نیول شویو کې افغانان هم دي.

د "<link type="page"><caption> بوتیا</caption><url href="http://fa.botianews.com/2013/12/87182" platform="highweb"/></link>" په نامه یوه ایراني وېبسایټ کې راغلي چې، دا مهال د ایران کرمان زندانونو کې ۲۵۰ افغانان بندیان دي، چې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې یې شمېر ۳۲۹ کسان و.

څارنوال وايي، چې اته نور کسان یې هم د ایران د ملي امنیت او د ایران ضد جاسوسۍ په تور نیولي.

ایران د ۲۰۱۱ دسمبر کې وویل، چې کرمان کې یې د القاعدې شبکې پنځه غړي نیولي، چې په وینا یې "د ترهګرو بریدونو تابیا یې نیولې وه".

په کرمان کې د افغان کډوالو شمېر تر ۲۸۳ زرو پورې رسېږي، چې د دغه ولایت مېشتو وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.

د "بوتیا" وېبپاڼې راپور کې راغلي، چې یوازې ۷۰ زره افغانان هلته د قانوني اوسېدو اجازه لري، خو دا مهال هلته نژدې ۱۲۰ زره افغانان پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

د ایران نورو ښارونو لکه، سیستان، بلوچستان کې هم ډېر افغانان مېشت دي.

ایرانیان ادعا کوي، چې د کرمان ولایت ۳۰ سلنه جرمونه د افغانانو له لوري ترسره کېږي.

که څه هم ایران وايي، چې زندانونو کې یې د افغان بندیانو د ساتنې او روغتیا لپاره کافي بودیجه نه لري، خو پر ایران ډېر ځلې د افغانانو د بې ګناه نیونو او اعدامونو او یا له هغوی سره د ناانساني چلند خبرونه ورکول کېږي.

افغان چارواکي او عیني شاهدان وايي، چې ایران پخپله خاوره کې له افغان کډوالو سره وحشي چلند کوي، په یوه او بله پلمه یې نیسي او ان د اعدام تر کړۍ یې پورې کش کوي.