ایران ۱۲ افغانان اعدام کړي دي

په تهران کې د افغانستان سفارت وايي ایراني چارواکو ۱۲ افغانان د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د دغو نویو اعدامونو دقیق وخت څرګند نه دی خو په تهران کې د افغان سفارت خبر پاڼه چې د څو ورځو پخوا نېټه پرې لګېدلې اوس خپره شو ې او د رسنیو لاس ته رسېدلې ده.
افغانستان څو ځلي له ایراني مقاماتو غوښتي وو چې د افغانانو له اعدامه لاس واخلي.
خو په تهران کې د افغانستان سفارت وايي ایراني چارواکو ورته ويلي چې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو محکوم شوي کسان که د هر ځای وي دوی یې اعداموي.
په ایران کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان زندانیان دي چې د هغو له ډلې په سلو کې ۶۰ د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان هم په ایران کې د زندان ورځې شپې تېروي.
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي د زنداني شويو افغانانو له ډلې په سلګونو کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
په اعدام شويو افغانانو کې اووه کسان د هرات، درې د تخار، یو د نیمروز او یو هم د لغمان اوسېدونکی دی.
د روان میلادي کال فبرورۍ کې د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ پنځه کسه چې په ایران کې د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام شوي وو خاورو ته وسپارل شول.
د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو ویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دې ولسوالۍ له ۸۰ زیات اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ شوي دي.
د دوی په وینا له دې ډلې د ۵۰ تنو مړي وروړل شوي خو د ۳۰ تنو جسدونه لا هم د ایران په سړو خونو کې ساتل کېږي.
د دوی په وینا له ۷۰۰ ډېر نور د کلفګان ځوانان په ایران کې زندانیان دي چې شاوخوا ۳۵۰ یې په اعدام محکوم شوي دي.
افغان حکومت د سترې محکمې د قاضي القضات په مشرۍ یو پلاوی څو میاشتې وړاندې ایران ته لېږلی و چې پر افغان رندانیانو ورسره خبرې وکړي.
هغه وخت داسې رپوټونه وو چې ګواکې د افغان زندانیانو د خوشي کولو لپاره ښايي کار وشي خو اوس په تهران کې افغان سفارت وايي چې ایراني مقامات د قاچاق په برخه کې تورنو شویو کسانو ته د اعدام له سزا مخ نه اړوي.








