کابل کې ۴ ایرانیانو ته د تریاکو د قاچاق په تور زندان

افغان چارواکي وايي په کابل کې د افغانستان د استیناف یوې محکمې څلور ایرانیان له فراه ولایته ایران ته د تریاکو او چرسو د قاچاق کولو په جرم په ۱۸ کاله بند محکوم کړل.
د چارواکو په وینا، دغه کسان چې ۲۶، ۲۷، ۳۰ او ۳۱ کاله عمرونه لري، د افغان پولیسو له خوا له ۱۱۶۰ کیلو ګرامه تریاکو او څه باندې ۲۸ کیلو ګرامه چرسو سره چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو په فراه ولایت کې د ایران له پولې سره نژدې نیول شوي.
د نیول کېدو پرمهال دغو کسانو ویلي وو چې له ایران نه یې افغانستان ته تېل لیږدول.
د یادولو ده چې دغو څلورو ایرانیانو ته ابتدايي محکمې د ۱۸ کاله بند سزا اورولې وه.
ایران کې افغانان
ډېر ځله هغه افغانان چې په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول کېږي د اعدام په جزا محکومېږي.
څه موده وړاندې ۱۲ تنه افغانان چې په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو اعدام شول.
افغانستان څو ځلي له ایراني مقاماتو غوښتي چې د افغانانو له اعدامولو لاس واخلي خو په تهران کې د افغانستان سفارت وايي ایراني چارواکو ورته ويلي چې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو محکوم شوي کسان که د هر ځای وي دوی یې اعداموي.
په ایران کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان زندانیان دي چې د هغو له ډلې په سلو کې ۶۰ د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي.
شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان هم د ایران په زندانونو کې ورځې شپې تېروي.
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي د زنداني شويو افغانانو له ډلې په سلګونو کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.








