د ازبکستان اسلامي غورځنګ مشر عزیز یولداش افغانستان کې ووژل شو

عزیز یولداش

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan

د عکس تشریح، دفاع وزارت: "عزیز یولداش په شمالي ولایتونو په تېره فاریاب کې زموږ د وطنوالو وژلو او ترهګریزو چارو او ناامنۍ کې مهم رول درلود ".

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ مشر او د دې ډلې د پخواني مشر طاهر یولداش زوی عزیز یولداش د دغه هېواد شمال ته په فاریاب کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت د پنجشنبې ورځې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عزیز یولداش د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ د حاجي سعید ګل کلي اړوند د ببر کوتل په سیمه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی:

"عزیز یولداش په شمالي ولایتونو په تېره فاریاب کې زموږ د وطنوالو وژلو او ترهګریزو چارو او ناامنۍ کې مهم رول درلود ".

دفاع وزارت دا هم وایي، چې دې عملیاتو کې د هغه زوی حکمت هم ټپي شوی دی.

د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۲۵ د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وویل، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعده شبکې دویم مهم مشر ابو محسن المصري وژلی دی.

ملي امنیت په یوه ټویټ کې - چې د المصري درې بېلابېل انځورونه یې خپاره کړي- لیکلي و، ابو محسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعدې جګپوړی قومندان و.

ازبکستان اسلامي غورځنګ

طاهر یولداش
د عکس تشریح، طاهر یولداش څو کاله په افغانستان کې تېر کړي دي

طاهر یولداش پر ۱۹۹۶ کال د ازبکستان اسلامي غورځنګ بنسټ کېښود چې موخه یې د دوی په خبره، په ازبکستان کې د اسلامي حکومت جوړېدل دي.

طاهر یولداش پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ کې د ازبکستان د حکومت پرضد فعالیت کاوه او د طالبانو پرځېدو سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمې ته له خپلو وسلوالو سره لاړ.

په ۲۰۰۹ کال د پاکستان د پاکستان استخباراتي چارواکو له القاعده سره د تړلي ازبک جنګيالي مشر طاهر یولداش د وژل کېدو ادعا کړې وه، چې په وینا یې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د امریکا په یوه هوايي برید کې لومړی ټپي او بیا له ټپونو مړ شوی دی.

طاهر یولداش څو کلونه افغانستان او پاکستان کې خپلې چارې پلانولې او د افغان چارواکو په خبره، د نوموړي په مشرۍ کسانو د افغانستان شمالي ولایتونو ځینو ناامنیو کې هم لاس درلود.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډله پر ۲۰۱۳ کال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په یوه کمساري برید کې ښکیله بلل شوې وه.

ابو محسن المصري‌‌

د عکس سرچینه، @NDS

د عکس تشریح، ابو محسن المصري د امریکا د فدرالي څېړنیز ادارې د هغو کسانو په نوملړ کې دی چې دغې ادارې ته ډېر مطلوب دي.‌‌

دا برید په پخواني اریانا هوټل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې دفتر په کې وو وشو او هغه مهال یوې افغان امنیتي سرچینې د نوم نه د ښوولو په شرط بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي وو په دې برید کې اتو وسله والو برخه لرله چې درې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي وو.

دې سرچینې وویل چې دوی ته ویل شوي چې دا کسان د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي چې په وزیرستان کې له حقاني شبکې سره لار لري.

افغان امنیتي سرچینې ویلي وو امریکاييانو ورته ویلي چې د دوی له پلټنو وروسته ورته په ډاګه شوې چې بریدګر د ازبکستان د اسلامي غورڅنګ غړي وو چې د حقاني شبکې یې ملاتړ او پالل کوي.