سپينه ماڼۍ: د اسامه زوی حمزه بن لادن وژل شوی

د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.

د عکس سرچینه، CIA

د عکس تشریح، د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تایید کړې چې د القاعده یو غړی او د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن له ترهګرۍ سره د مبارزې یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سپینې ماڼې اعلامیه کې ویل شوي، حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په سیمه کې وژل شوی دی.

دغه اعلامیه زیاتوي د حمزه بن لادن نشتوالی نه یوازې القاعده ډله له مهم مشرتابه او د حمزه له پلار اسامه بن لادن سره له سمبولیک تړاوه محروموي، بلکې د دغې ډلې پر مهمو عملیاتي فعالیتونو هم سیوری غوړوي.

ویل کېږي حمزه بن لادن د القاعده یو شمېر فعالیتونو د پلانولو او له نورو اورپکو ډلو سره د اړیکو چارې پر مخ بیولې. په تېره فبرورۍ میاشت کې امریکا د نوموړي د ځای ځایګي په اړه د معلومات ورکوونکو لپاره د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ.

نوموړی چې ګومان کېږي عمر یې نژدې ۳۰ کلنۍ ته رسېده په یو شمېر غږیزو پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتل چې په امریکا او ځینې نورو هېوادونو کې بریدونه وکړي.

نوموړي له اورپکو ډلو غوښتل چې له امریکایانو د ده د پلار وژنې غچ واخلي، چې د ۲۰۱۱ کال مې کې د پاکستان په اېبټ اباد کې امریکايي کمانډو ځواکونو وواژه.

له دې مخکې د سږ کال اګست کې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي و، د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه و ورکړي.

ځینو رسنیو داسې رپوټ هم ورکړی و چې حمزه بن لادن په داسې عملیاتو کې وژل شوی چې اصلي هدف دی نه و او نه هم په دې اړه معلومات وو چې دی هم هلته دی، خو وروسته معلومه شوه چې په دې عملیاتو کې نوموړی وژل شوی.

اټکل کېده چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله.