امریکا د اسامه بن لادن پر زوی یو میلیون ډالر جایزه کېښوده

حمزه

د عکس سرچینه، Hamza Bin Laden's whereabouts are not known

امریکا د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن په اړه د معلوماتو ترلاسولو بدل کې یو مېليون ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، حمزه بن لادن اوس د دې شبکې یو مهم مشر دی.

القاعده بیا د ځان جوړولو په حال کې ده او امریکا او متحدینو ته يې ګواښ پېښوي

وروستیو کلونو کې حمزه بدن لادن غږیزو او انځوریز پیغامونه خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د ده د پلار غچ اخیستلو لپاره پر امریکا او د هغې په ملاتړو لوېدیځو هېوادونو برید وکړي.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان له پلازمېنې څو پنځوس کیلومتره لرې او یوې پوځي اکېډمۍ ته نږدې په ایبټ اباد کې وواژه.

نوموړي په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ برید امر کړی و چې پکې تر دریو زرو کسان ووژل شول.

اسامه

د عکس سرچینه، Getty Images

حمزه بن لادن ۳۰ کلن دی او دوه کاله مخکې امریکا د نړیوال ترهګر نوم ورکړ.

حمزه بن لادن د محمد عطا زوم دی چې د ۲۰۰۱ کال بریدونو لپاره له څلورو سوداګریزو الوتکو یوه ده تښتولې وه او نیویارک کې یې له دوو نړیوالو سوداګریزو برجونو له یوه سره وجنګوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایبټ اباد له هغه کور-چې اسامه بن لادن پکې ووژل شو- ترلاسه شوي لیکونه ښيي چې نوموړي ته حمزه ډېر ګران و، روزنه یې ور کوله او هڅه یې وه چې راتلونکي کې د القاعده مشر شي.

اسامه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسامه بن لادن د افغان جهاد پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماټیک امنیت مرستیال میکل ایونوف وايي، موږ باوري یو چې حمزه ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې دی، هغه به ایران ته هم ځي، یا به نورو ځایونو کې وي، لکه سوېلي اسیا.

باور دا دی چې حمزه بن لادن کلونه کلونه له خپلې مور سره ایران کې و او هلته یې واده هم وکړ، خو نور رپوټونه دا هم وايي، چې ممکن هغه پاکستان، افغانستان یا سوریه کې هم وخت تېر کړی وي.