ارمینیا او اذربایجان پر یو بل د اوربند ماتولو تور لګوي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د قره باغ پر لانجمنې سیمې شخړه ده

څو ساعته ووسته تر هغه چې د شنبې پر ماسپښین د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ اوربند پیل شو، د قره باغ پر مرکز بریدونو سره د اوربند غځېدو په اړه نهیلي رامنځ ته شوه.‌د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ مسکو کې تر ۱۰ ساعته ناستې وروسته پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه.‌

د شنبې په مازدیګر ارمیني رسنیو او عیني شاهدانو د قره باغ مرکز کې د ځینو چاودنو خبر ورکړ.‌

تر دې مخکې هم ارمینیا او اذربایجان پر یو بل د بریدونو پیلولو تورونه پورې کړي وو.

د دواړو هېوادونو په دوه اونیزه نښته کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په قره باغ کې یې د خلکو ژوند له لوی کړاو سره مخامخ کړی دی.‌

په پام کې ده چې جمعې ورځې د اوربند هوکړې به دواړو غاړو ته د جګړې په ډګر کې د خپلو مړو د راغونډولو اجازه ورکړي او بندیان به سره تبادله کړي.

د قره باغ زرګونه وګړي د جګړې له کبله له خپلو کورونو وتلي او مالومه نه ده چې د سړوښې په رانژدې کېدو به تر کله له خپلو مېنو لیرې وي.

ترکیې چې په دې نښته کې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی، ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې ختمېدو لپاره به د فرانسې، روسیې او امریکا هڅې بې پایلې وي، خو هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې له قره باغ نه د ارمیني ځواکونو د وتلو تضمین ورکړي.

قره باغ

سیرګي لاوروف (منځ کې) وايي، د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لومړنۍ ناسته ۱۰ ګړۍ وغځېده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سیرګي لاوروف (منځ کې) وايي، د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لومړنۍ ناسته ۱۰ ګړۍ وغځېده
  • دا یوه غرنۍ سیمه ده چې ۴۴۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري
  • دا سیمه په دودیز ډول د مسیحي ارمینیانو او ترک مسلمانانو استوګنځی دی
  • د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال،‌ په اذربایجان کې پر یوې کورواکې سیمې بدله شوه
  • قره باغ د نړیوالې ټولنې له نظره د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې، خو ډېری وګړي یې ارمنیان دي
  • ترکیې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی
  • روسیه په ارمینیا کې پوځي اډه لري
  • اټکل کېږي چې د ۱۹۹۴-۱۹۸۸ کلونو جګړه کې یو میلیون کسان بې ځایه شوي او کابو ۳۰ زره وژل شوي