تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارمینیا او اذربایجان پر یو بل د اوربند ماتولو تور لګوي
څو ساعته ووسته تر هغه چې د شنبې پر ماسپښین د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ اوربند پیل شو، د قره باغ پر مرکز بریدونو سره د اوربند غځېدو په اړه نهیلي رامنځ ته شوه.د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ مسکو کې تر ۱۰ ساعته ناستې وروسته پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه.
د شنبې په مازدیګر ارمیني رسنیو او عیني شاهدانو د قره باغ مرکز کې د ځینو چاودنو خبر ورکړ.
تر دې مخکې هم ارمینیا او اذربایجان پر یو بل د بریدونو پیلولو تورونه پورې کړي وو.
د دواړو هېوادونو په دوه اونیزه نښته کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په قره باغ کې یې د خلکو ژوند له لوی کړاو سره مخامخ کړی دی.
په پام کې ده چې جمعې ورځې د اوربند هوکړې به دواړو غاړو ته د جګړې په ډګر کې د خپلو مړو د راغونډولو اجازه ورکړي او بندیان به سره تبادله کړي.
د قره باغ زرګونه وګړي د جګړې له کبله له خپلو کورونو وتلي او مالومه نه ده چې د سړوښې په رانژدې کېدو به تر کله له خپلو مېنو لیرې وي.
ترکیې چې په دې نښته کې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی، ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې ختمېدو لپاره به د فرانسې، روسیې او امریکا هڅې بې پایلې وي، خو هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې له قره باغ نه د ارمیني ځواکونو د وتلو تضمین ورکړي.
قره باغ
- دا یوه غرنۍ سیمه ده چې ۴۴۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري
- دا سیمه په دودیز ډول د مسیحي ارمینیانو او ترک مسلمانانو استوګنځی دی
- د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال، په اذربایجان کې پر یوې کورواکې سیمې بدله شوه
- قره باغ د نړیوالې ټولنې له نظره د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې، خو ډېری وګړي یې ارمنیان دي
- ترکیې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی
- روسیه په ارمینیا کې پوځي اډه لري
- اټکل کېږي چې د ۱۹۹۴-۱۹۸۸ کلونو جګړه کې یو میلیون کسان بې ځایه شوي او کابو ۳۰ زره وژل شوي