هند او چین دواړه پر ګډه پوله پوځي تاسیسات جوړوي؛ خو څوک برلاسی دی؟

لداخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند په دې وروستیو کې له چین سره پر ګډه پوله د اورګاډي پټلۍ غځولو چاره پیل کړې ده

هند او چین دواړه د همالیه په غرونو کې پر خپله ګډه پوله په چټکۍ سره پوځي او دفاعي تاسیسات جوړوي، او هڅه کوي‌ چې دې چاره کې تر یو بل مخکې شي. خو پوښتنه دا ده چې څوک په دې چاره کې برلاسی دی، او راتلونکي کې به د چا تله درنه وي؟ ‌

هند غواړي‌ چې چین سره شمال ختیځ کې خپلې ګډې پولې ته نږدې یوې هوایي اډې ته سړک ور وغځوي.‌

څه موده وړاندې د همدې سړک جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي نښتې لامل شول.

د لداخ په ګلوان دره کې په دې نښته کې ۱۲ هندي پوځیان ووژل شول او له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.

هند له تېرو شلو کلونو راهیسې په دې سیمه کې د هوایي اډې فعالولو پلان لري او غواړي‌ چې سیمې ته سړک ور تېر کړي.‌

نوی ډیلی به په دې توګه وتوانېږي چې د اړتیا پر وخت سیمې ته په چټکۍ سره پوځیان او تجهیزات ورسوي.‌

دا پوځي هوایي اډه له چین سره د هند له ګډې پولې یوازې اته کیلومتره لېرې جوړېږي.‌

خو تر دې حساسه موضوع دا ده چې ورتلونکی سړک د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي اقتصادي او سوداګریز دهلېز (سي پېک) ته هم ډېر نږدې دی.

انڈین فضائیہ کا مال بردار طیارہ

د عکس سرچینه، Indian Airforce /twitter

د عکس تشریح، دواړه هېوادونه ګډې پولې ته نږدې پوځي هوایي اډې لري

چین او هند د خپلې درې نیم زره کیلومتره اوږدې ګډې پولې پر حدودو کله هم نه دي سره سلا شوي، او ډېر ځله د دواړو هېوادونو پوځیان په لوړو غرنیو سیمو کې یو بل ته مخامخ شوي‌ دي.‌

دواړو هېوادونو په دغو غرنیو سیمو کې د پوځي تاسیساتو،‌ سړکونو او هوایي‌ اډو پر جوړولو ډېر ځاني تلفات او مالي‌ لګښتونه کړي دي.‌

چین هم له ډېرو کلونو راهیسې له هند سره په ګډه پوله پوځي تاسیسات جوړوي.‌

خو دواړه هېوادونه په دې سیمه کې د یو بل کړنو ته د شک په سترګه ګوري‌ او د نښتې وېره او شونتیا تل پر ځای وي.‌

د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې هم په لداخ سیمه کې ګډې پولې ته نږدې د چین لخوا جوړېدونکی سړک د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي نښتې لامل شوی و.‌

ایا هند له چین سره د سیالۍ هڅه کوي؟

هغه سړک چې هند یې خپلې هوایي اډې ته غځوي له دولت بېګ اولډي سیمې تېرېږي،‌ او دا اډه له لداخ سیمې سره نښلوي.‌

دا هوایي‌ اډه له پخوا وه، خو له کاره لوېدلې وه او هند په ۲۰۱۸ کال کې بیا ورغوله.‌

دا سړک به په هر ډول موسم کې د کال دولس میاشتې پرانیستی وي او ګټه ترې اخیستل کېدای شي.‌

د هند پوځ له پخوا راهیسې دې سیمه کې پروت دی، او د سړک له جوړېدو مخکې د چورلکو په مرسته تجهیزات ور رسول کېدل.‌

د سړک د نه شتون یو لوی تاوان دا و چې له دې سیمې درنې پوځي وسلې او تجهیزات بېرته وړل کابو ناشونې خبره وه.‌

له همدې کبله دا سیمه د پوځي وسایلو د هدیرې په نامه هم پېژندل کېدله.

لداخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند پخوا دې سیمه کې ډېر پوځي تاسیسات نه درلودل، خو اوس وضعیت په بدلېدو دی

نو هند له همدې کبله اوس سیمه کې دا نوی سړک جوړوي چې دا پوځي هوایي اډه د هېواد نورو برخو کې پوځي زېرمتونونو یا ډیپوګانو سره ونښلول شي.‌

نورې ګټې به یې دا وي‌چې سیمې ته به تګ راتګ اسانه شي‌ او پر ګډه پوله د پوځي ګزمو چاره کې هم اساني رامنخته شي.‌

له چین سره تر وروستیو نښتو وروسته هم هند هوډ څرګند کړی چې په دې سیمه کې به د پوځي تاسیساتو جوړولو چاره پر مخ ځي.‌

هند دا مهال له ختیځ جارګنډ ایالت نه ۱۲ زره کاریګر لداخ، هماچل پردېش او اوتر کنډ سیمو ته د لېږدولو هڅه کوي.‌

حکومت غواړي‌ چې د همدې کسانو په مرسته سیمه کې لا ډېر سړکونه جوړ کړي.‌

دا ټولې هغه سیمې دي‌ چې له چین سره پر ګډه پوله پرتې دي او له ډېرې مودې راهیسې حکومت له پامه غورځولې وې.‌

خو نوی ډیلی اوس هڅه کوي چې دا سیمې په لویه دولتي، سیاسي‌ او ټولنیزه اډانه کې راګډې کړي او هلته د چین نفوذ کم کړي او له پوځي پلوه ځان ورسره برابر کړي.‌

له سړکونو ور هاخوا د هند حکومت سیمې ته د اورګاډي د ۹ پټلیو د ورغځولو پلان هم لري،‌ او دا پټلۍ به هم پوځي اهمیت ولري.‌

هند په سیمه کې له پخوا راهیسې ۲۵ پوځي هوایي‌ اډې درلودې، خو اوس هڅه کوي‌ چې چین سره پولې ته نږدې د الوتکو د ناستي لپاره نوې لیکې یا میدانونه جوړ کړي.‌

اوسمهال د هند لخوا پر لږ تر لږه ۷ دا ډول ډګرونو کار روان دی،‌ او ځینې پخوانۍ اډې هم بیا رغول شوې دي.‌

په دې وروستیو کې که څه هم د دې ټولو پوځي تاسیساتو د جوړولو چاره ګړندۍ شوې ده، خو د بودیجې کمښت، د ځمکو ترلاسه کولو اوږده پروسه او ځینې نورې ستونزې دې بهیر کې د خنډ او ځنډ لامل شوې دي.

خو چین لا هم برلاسی دی:

چین کی افواج

د عکس سرچینه، china military

د عکس تشریح، چین په سیمه کې له څو لسیزو راهیسې پوځي برلاسي لري

هند که څه هم د سیالۍ هڅه کوي، خو چین په ساختماني‌ چارو کې په ټوله نړۍ کې نوم لري او وار د مخه یې د ګډې پولې خپلې غاړې ته پوځي اډې، هوایي ډګرونه، سړکونه او نور تاسیسات جوړ کړي دي.‌

چین په همالیه غرونو کې د یو سړک د غځولو چاره ان په ۱۹۵۰ لسیزه کې پیل کړې وه او اوس په تبت او یونان سیمو کې د سړکونو او د اورګاډي د پټلیو یوه پراخه شبکه لري.‌

چین همدا راز په ۲۰۱۶ کال کې له هند سره د بوټان او نیپال ګډو پولو ته نږدې سیمو کې هم لارې غځولې وې او د شینجیانګ او تبت نښلولو لپاره هم پر لویه لاره کار کوي، چې له هند سره ګډې پولې ته نږدې پرته ده.‌

د هند اورناچل پردېش ایالت ته نږدې هم چین پر ګډه پوله د سړکونو او اورګاډي د پټلیو جوړولو چاره پیل کړې ده او اټکل کېږي‌ چې د روان کال تر پایه به بشپړه شي.‌

چین له هند سره ګډې پولې ته نږدې شاوخوا ۱۲ هوایي اډې لري چې پنځه یې په تبت کې دي، او له ځینو یې د ملکي چارو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.‌

بیجنګ ګډې پولې ته نږدې په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې پټنځایونه هم جوړ کړي.

دې سیمه کې جنګي الوتکې او له ځمکې فضا ته توغول کېدونکي راکټونه هم ځای پر ځای شوي‌ دي‌.‌

پوځي کارپوهان په دې باور دي‌ چې د چین هوایي اډې پولې ته نږدې نه دي.‌

دوی وایي، دا اډې پر لوړه ځمکه جوړې شوې دي، او دا چې هلته هوا کم وزن لري،‌ له همدې کبله دا الوتکې ډېر وزن نشي‌ لېږدولی.‌

پر ګډه پوله د پوځي تاسیساتو په اړه شکونه:

تبت کا سرحدی علاقہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې سیمه کې پوځي برلاسی ولري

دواړه هېوادونه د یوې موخې لپاره دا تاسیسات جوړوي،‌ او هغه دا چې که جګړه ونښلي نو سیمې ته پوځیان او تجهیزات په چټکۍ سره ولېږدول شي.‌

کارپوهان وایي،‌ کله چې دا ټول تجهیزات بشپړ شي نو د هند لپاره به د پوځي تګ راتګ او د وسایلو د لېږد چاره ډېره اسانه شي.‌

هند پخوا په دې سیمه کې تاسیسات نه جوړول، ځکه وېره یې درلوده چې که چېرې نښته وشي نو دا هر څه به چین ته ورپاتې شي او د هند پر ضد به یې وکاروي.‌ خو اوس کارپوهان دا استدلال ردوي.

تر دې دمه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازې یوه لویه او پراخه جګړه شوې ده، چې هند پکې بده ماته خوړلې وه.

شنونکي په دې باور دي‌ چې هند دا هر څه د خپلې دفاع لپاره کوي، ځکه په سیمه کې د چین برلاسي د هند لپاره لویه اندېښنه پاتې شوې ده.‌

چین بیا د هند پر ضد د هر ډول تېري او پاروونکي عمل تورونه ردوي.‌

خو په ورته وخت کې د چین دولتي‌ رسنیو په دې وروستیو کې د داسې پوځي تمریناتو صحنې ښودلې چې پکې د هېواد له یوې برخې یوازې په څو ساعتونو کې پوځي تجهیزات له هند سره ګډې پولې ته رسول کېدل.‌

په تېرو درې لسیزو کې دواړو هېوادونو هڅه کړې چې د خبرو له لارې پر ګډه پوله تاوجن حالت ختم کړي،‌ خو دا ټولې هڅې ناکامې شوې دي.‌

په ګډه پوله په دومره لویه کچه او چټکۍ سره د پوځي تاسیساتو جوړول یوه خبره روښانه کوي.‌

د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ پوځي نښتې خطر لا هم شته، او هره شېبه هر څه کېدلای شي.