چین له هند سره پر پوله خپلو پوځیانو ته رزمي هنر ور زده کوي

Chinese military

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د چین د حکومتي تلوېزون د رپوټ له مخې د ایبو جنګي کلب دا شل رزمي جنګیالي به د تبت مرکز لهاسا کې مېشت شي

چین وایي، تبت راغه یا پلات کې خپلو پوځیانو ته د رزمي روزنې لپاره ۲۰ روزنکي لېږي. په دا مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د یکشنبې په ورځ رادیويي وینا کې وویل، که هرچا یې هېواد ته کاږه وکتل ځواب به ور کړي.

د چین دې پرېکړې کومه وجه په ګوته شوې نه ده، خو دا ګام له هغه وروسته دی چې د هند او چین ګډه پوله کې د چینايي ځواکونو په لاس شل هندي پوځیان ووژل شول.

چین لا هم له هند سره وروستۍ نښته کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو هند وایي، دې پېښه کې یې ۷۶ پوځیان ټپي شوي هم دي.

په دا مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د یکشنبې په ورځ د هند او چین د تاوتریخوالي په هکله خبرو کې وویل، لداخ کې د هند ځمکې ته که څوک کاږه هم وګوري سخت ځواب به ور کړي:

"که هندیان دوستي پېژني، نو په سترګو کې سترګې نیول او مناسب ځواب هم پېژني، زموږ زړورو پوځیانو دا ښودلې چې کله هم د مور بهارت (هند) د شان یوه انچ هم نه پلوري."

نرېندرا مودي په لداخ کې له چین سره پر کنټرول کرښه د وژلو شویو پوځیانو په یادولو سره وویل:

"د چا بچیان چې وژل شوي، مور پلار یې دا خبره کوي چې خپل نور بچي، د کورنۍ نور غړي هم پوځ ته استوي. د بیهار د اوسېدونکي شهید کندن کومار د پلار خبرې غوږونو کې انګازې کوي. هغه ویلي چې د هېواد خوندیتوب لپاره خپل لمسیان هم پوځ ته لېږي."

د هانکانګ رسنۍ د رپوټ له مخې، د جون په شلمه د چین رسمي او دولتي خبري اژانسونو تبت ته د دې شلو روزونکو د لېږلو خبره وکړه.

د چین د حکومتي تلوېزون د رپوټ له مخې د ایبو جنګي کلب دا شل رزمي جنګیالي به د تبت مرکز لهاسا کې مېشت شي، خو چینايي رسنیو لا هم نه دي ویلي چې دوی به له هند سره پوله کې پوځیان روزي.

چین او هند- چې اټومي ځواکونه هم دي- د جون پر ۱۵ د لداخ په ګلوان دره کې د جګړې مسئولیت پر یو بل اچوي.

د سختې ابوهوا دا سیمه اکسای چین ته نژدې پرته او د چین په کنټرول کې ده، خو هند یې هم خپل ملکیت بولي.

نرېندرا مودي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نرېندرا مودي: "که هندیان دوستي پېژني، نو په سترګو کې سترګې نیول او مناسب ځواب هم پېژني، زموږ زړورو پوځیانو دا ښودلې چې کله هم د مور بهارت (هند) د شان یوه انچ هم نه پلوري."

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ نښته په نژدې پنځوسو کلونو کې د دومره ډېرې مرګ ژوبلې لومړنی جنګ دی، خو ترمنځ یې تاوتریخوالی له څو اونیو روان و چې دې پېښې ته یې لار برابره کړه.

دې نښته کې چې شل هندي پوځیان ووژل شول، ډېلی او بېجینګ وايي، وسله پکې نه ده کارول شوې.

هندي چارواکو بي بي سي ته هغه د اوسپنو وسیلې وښودې چې د دغه هېواد پوځیان پرې وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو د ۱۹۹۶ کال د تړون له مخې، دې سیمه کې یو لوری هم ټوپک یا باروت کارولی نه شي.

دا هم د لوستلو دي: