د هند او چین ترمنځ د جنجال درې لاملونه

نریندر مودی اور شی جنگ پن

د عکس سرچینه، AFP Contributor

د عکس تشریح، د هند او چین ترمنځ جنجال نوې خبره ده.
    • Author, نتن شریواستو
    • دنده, بي بي سي

د هند او چین د پوځیانو ترمنځ د دوشنبې په شپه په ګلوان دره کې د نښتې له امله د هند شل پوځیان ووژل شول.

د هند پوځ وايي، نښته هغه مهال وشوه چې د ښکېلو اړخونو سرتېري لانجمنه ګلوان دره کې په شا تلل.

دوی وایي، د چین پوځ ته یې هم مرګ ژوبله اړولې، خو بېجینګ لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سیمه کې جنجال دی.

د چین مشهور پوځي جنرال سون زو په خپل کتاب (د جګړې هنر) کې لیکلي، د جګړې غوره هنر دا دی چې له جنګېدو پرته د دوښمن مورال وغورځوې.

سلګونه کلونه وروسته اوس هم چین کې دا کتاب مهم دی.

د هند او چین ترمنځ د تاوتریخوالي پېژندلو لپاره ښايي د جګړې دا بهترین هنر ژوندی ساتل پکار وي.

له ۱۹۹۹ کال وروسته له پاکستان سره تر کارګل جګړې راهیسې دا لومړی ځل دی چې هند په سرحدي تاوتریخوالي کې دومره ډېر پوځ له لاسه ور کوي.

پوښتنه دا ده چې دوی په څه سره ښکېل دي؟

ستراتیژیکه وجه

انڈیا اور چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند او چین ترمنځ د سرحدي کړکېچ لسیزې کېږي، خو اوسنی جنجال درې وجې لري.

لومړی ستراتیژیکه وجه ده، ځکه دواړه ګاونډیان داسې دي چې د پوځ د شمېر له مخې نړۍ کې لومړی او دویم ځای لري.

دواړه د کړکېچ لوی تاریخ لري، خو دا ځل هم د ستونزې سیمه هغه ځای دی چې پر ۱۹۶۲ کال یې پرې جنګ وکړ او چین د هغې لوبې د ګټلو دعوه وکړه.

تېرو څو کلونو کې په سرحدي سیمو کې د هند چټک تعمیراتي کارونه د دې جنجال لویه وجه ده.

د دفاعي چارو کارپوه اجي شکلا وايي، د سړکونو جوړول یوه لویه وجه ده. ګلوان وادۍ کې هم له کنټرول کرښې پورې سړک جوړ شوی او دا لداخ کې د کنټرول کرښې تر ټولو ستونزمنه سیمه ده.

د هند د پوځ پخوانی مشر وي پي ملک وايي، د چین د تشویش یوه بله وجه دا ده چې ورور ورو خپلو چارو سره جنجالي سیمې خپله خاوره کې شاملوي، خو اوس چې هند سرحد کې پرمختیايي چارو سره ځان برلاسی کړی دی، نو چین دې برخه کې کمې متبادلې لارې لري.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دفاعي چارو خبریال راهل سنګ هم دا خبره مني او وايي، هند تېرو پنځو کلونو کې د سرحدي سیمو لا ښه کولو ته پام وکړ.

نوموړی وايي، پر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال هم د دواړو هېوادونو پوځیان په ډوکلام کې سره ونښتل، خو هغه مهال تر دا وار نښتې کمې وې.

اقتصادي وجه؟

لداخ میں انڈین فوج

د عکس سرچینه، Yawar Nazir

د عکس تشریح، د کړکېچ یو لوی لامل هم سرحدي سیمو کې د هند ودانیز کارونه دي.

د کورونا وېروس له امله له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د چین، امریکا، اروپا او منځني ختیځ په ګډون د سوېلي اسیا هېوادونو د ودې کچه غورځېدلې، بې کاري ډېره شوې او حکومتونه د کاروبار ژوندي ساتلو لپاره په میلیونونو ډالر مصرفوي.

ډېری خلک دا حالات د ۱۹۳۰ کال له "لوی تشویش" سره پرتله کوی. هند د اپرېل پر ۱۷ هیښوونکې پرېکړې سره د هغو ګاونډیو هېوادونو لپاره د پانګونې قانون بدل کړ، چې پولې ور سره لري.

د نوي قانون له مخې هرڅوک باید د هند له کمپنۍ سره تر پانګونې مخکې د حکومت اجازه ولري.

چین په هند کې ډېره پانګونه کوي، نو له دې قانون ډېر اغېزمنېږي.

د دې پرېکړې یوه وجه دا هم وه چې د چین مرکزي بانک یا پيپلز بېنک اف چاینا د هند د تر ټولو ستر خصوصي بانک اېچ ډي اېف سي په لسګونو ملیونو ډالرو ونډه واخیسته. له دې مخکې هم چین د هند کمپنیو کې ډېره پانګونه وکړه.

د نړیوال اقتصاد کارپوه او د جامعه ملیه اسلامیه پخوانی پوهاند اېم اېم خان وايي، پوځ او اقتصاد هغه دوه څانګې دي چې پکې د برتري لپاره چین وخت په وخت بهرنۍ پالیسي بدلوي.

د نوموړي په خبره، د کورونا له امله د نړۍ د ونډو بازار کې لوړې ژورې دي، خو چین سترو کمپینو کې پانګونه کوي:

"اوس یي سوېلي اسیا ته هم سترګې نیولې، سري لنکا، پاکستان او بنګله دېش کې بنسټيزو پروژو او ټیکنالوجۍ برخه کې سترو کمپیو ته پور ور کول یا پکې پانګونه غواړي".

د نوموړي په خبره، اوس چې هند د بهرنۍ پانګونې په هکله پالیسي بدلوي، نو ډېر امکان شته چې له امله یې چین پرېشانېږي او بهرنۍ پالیسي یې هم اغېزمنېږي.

کورونا وېروس او چین

مودی، پیوتن اور شی جن پنگ

د عکس سرچینه، Mikhail Svetlov

د عکس تشریح، تېرو پنځو کلونو کې هند د خپلو پولو ښه کولو ته پام ډېر کړی دی.

د روغتیا نړیوالې اسمبلۍ- چې نړیوالې روغتیا ادارې جوړه کړې وه- د دې پلټلو وړاندیز درلود چې د نړۍ اقتصاد زیانمنوونکی کورونا وېروس له کوم ځای پیل شو. هند هم د دې وړاندیز هرکلی کړی او دا ځل دې اسمبلۍ کې ۱۹۴ هېوادونو ګډون درلود.

د چین ولسمشر دې ناسته کې د خپل هېواد دفاع وکړه او ویې ویل، بېجینګ پوره روڼتیا او مسوولیت سره دې برخه کې کار کړی دی.

له چین نورې نړۍ ته کورونا وېروس خپور شو او له هغه راهیسې د ناسم ګام پورته کولو تور له امله له نیوکو سره مخ دی، خو بېجینګ دا تورونه ردوي.

امریکا پر چین تر ټولو ډېره نیوکه کوي چې له کورونا پکې تر یو لک ډېر کسان مړه شوي دي.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ونیت کري وايي، اوس امریکايي رسنۍ د چین او هند ترمنځ پر کنټرول کرښه د کړکېچ خبرونو ته له نویې زاویې ګوري.

"د ساري په توګه سي اېن اېن لیکلي دا لومړی ځل نه دی چې بېجینګ سوېلي چین سمندرګي کې خپل زور ښيي، دا ځل یې له هند سره پوله کې هم تاوتریخوالی پیدا شوی دی. دا هم په داسې مهال چې واشنګټن او نوی ډېلی د کورونا وېروس له امله خپلو کورنیو مسلو سره لاس ګرېوان دي، خو دا د چین لپاره چانس دی چې څنګه دې سیمو کې ترې ګټه واخلي، ځکه له کورونا وېروس ختمېدو وروسته یې اخیستلی نه شي".

نریندر مودی اور شی جنگ پن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوا هم د چین او هند ترمنځ جنګ شوی دی.

نوموړی زیاتوي څو ورځې مخکې د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې الیس وېلز یوه پروګرام کې وویل، که څوک د چین پر یرغلیزه پالیسۍ شک لري، له هند دې وپوښتي، چې هره اونۍ، هره میاشت بیا بیا د چین له پوځ ځورول کېږي.

د هند او چین ترمنځ د تاوتریخوالي له دې دریو وجو سربېره نورې هم کېدلی شي.

خو دا مهال د چین د بهرنیو چارو وزارت او سفارت خپل چلن نرم کړی او هند کې د چین سفیر سن ونډونګ وايي: "هند او چین د یو بل لپاره چانس دي خطر نه دي".

د هندي پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال وي پي ملک هم وايي، دا ډول مسلې په ډیپلوماټیکه لار حلېږي.

د هغه په خبره، اوسني جنجال کې پوځي حل ناکام دی او چېرته چې دا ډول مسلې تکرارېږي هلته خبرې کېږي.