نېپال: هند دې سملاسي زموږ له خاورې ووځي

نېپال

د عکس سرچینه، @PM_NEPAL

نيپال کې د مظاهرو زیاتېدو سره د دغه هېواد لومړي وزیر کي پې اولي د یکشنبې په ورځ وویل، تورې اوبه د نيپال، هند او تبت ترمنځ یوه درې اړخیزه مسله ده او هند باید سملاسي له هغې سیمې پوځ وباسي.

کې پي اولي زیاته کړه چې تورې اوبه د نيپال برخه ده.

دا لومړی ځل دی چې د نيپال لومړی وزیر د هند له نوې حکومتي نقشې پیدا شوي جنجال په هکله خپل دریځ په عمومي ډول څرګندوي.

هند خپله نوې نخشه کې تورې اوبه خپله سیمه بولي، خو دا سیمه د نيپال لوېدیځه څنډه کې ده.

تراوسه هند د نيپال دې دریځ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وايي چې د نيپال له پولې سره د هند نوې نقشه کې کومه لاسوهنه نه ده شوې.

د نيپال لومړي وزیر کې پي اولي د یکشنبې په ورځ د نيپال کمونېست ګوند ځوانانو څانګې ته خبرو کې وویل، "موږ یو انچ ځمکه هم چا ته نه پرېږدو. هند دې سملاسي له دې ځای ووځي."

هغه وویل، "که هند له دې سیمې پوځ وباسي، بیا به موږ خبرې وکړو."

د هند نخشه کې د نيپال د تورو اوبو شاملېدو له امله له اونیو راهیسې دغه هېواد کې مظاهرې دي.

د نيپال واکمن او اپوزیسیون ګوندونه دې برخه کې یو دریځ لري.

پخواني لومړي وزیر او د سماج وادي ګوند مشر بابو رام بټارني هم ویلي چې د هند او نيپال لومړي وزیران دې په دې تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان واکي کشمیر ځینې سیمې شاملول

نېپال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نېپال کې د هند د نوې نقشې پرضد مظاهرې دي.

له پاکستان سره د جنجالي سیمې د جمو کشمیر او لداخ د ځانګړي حالت ختمولو وروسته هند نوې نقشه جوړه کړه، چې پکې ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ځینې سیمې هم شاملې دي.

د یکشنبې په ورځ د نيپال لومړي وزیر وویل، چې له خپل ګاونډي سره ښه اړیکي غواړي، خو زیاته یې کړه، بهرني ځواکونه دې د دوی له سیمې ووځي.

له دې مخکې د نيپال پر لومړي وزیر نیوکه وه چې د تورو اوبو یادونه نه کوي.

خو نوموړي وویل، چې تاوتریخوالي سره مسلې نه حل کېږي، څوک ځان د اتل یا ډېر وطنپال بللو لپاره چغې وهي، مګر د نيپال حکومت د ولس دی او دوی خپله یو انچ ځمکه هم چاته نه پرېږدي.

د نيپال چارواکي وايي، هند پر ۱۹۶۲ کال له چین سره له جګړې وروسته د نيپال له شمالي پوټې ټولې سرحدي پوستې لرې کړې، خو یوازې تورې اوبه پاتې شوې.

پر ليپولیکدره هم په ۲۰۱۴ کال هغه مهال جنجال پیل شو چې هند او چین د نيپال د دعوې مخالفت وکړ او په دې سلا شول چې دا دره د خپلمنځي سوداګرۍ لار کړي.

نيپال دغه مسله کې د هند او چین سره مخ شو او بیا یې پر دې مسله کله هم پرېکند دریځ ونه ښود.

تورې اوبه ولې جنجالي دي؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند لومړی وزیر له نېپالي سیال سره

تورې اوبه د هند اتراکنډ په پتوړا ګړ ولسوالۍ کې ۳۵ مربع کیلومتره سیمه ده. دلته هندو-تبت سرحدي پولیس ګومارل شوي دي.

د هند اترکنډ ایالت له نېپال سره ۸۰،۵ او له چین سره ۳۴۴ کیلومتره پوله لري. د تور سین سرچینه هم تورې اوبه دي. هند دا سیند هم خپله نخشه کې شامل کړی دی.

پر ۱۸۱۶ کال د ختیځ هند کمپنۍ او نېپال ترمنځ سګولي تړون شوی و، هغه مهال د تور سین لوېدیځ برخه د ختیځ هند او نيپال ترمنځ پوله بلل شوې وه. خو پر ۱۹۶۲ کال هند او چین ترمنځ جګړه کړې هندي پوځ تورو اوبو کې یوه څوکۍ جوړه کړه.

نيپال وايي، چې له دې جګړې مخکې نيپال پر ۱۹۶۱ کال دلته سرشمېرنه کړې وه او هند کوم اعتراض نه درلود. دوی دا هم وايي چې تورو اوبو کې د هند شتون د سګولي تړون خلافورزي ده.