د هند او پاکستان دفاعي لګښتونه په ډېرېدو دي

نیوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د سویلي اسیا د دوه لویو هېوادونو، هند او پاکستان دفاعي لګښتونه په ډېرېدو دي، حال دا چې یو هېواد هم عملاً په جګړه کې نه دی ښکېل.

په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان دفاعي لګښتونه ۱۱ سلنه لوړ شوي او څه باندې ۱۱ ملیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

په هند کې هم دفاعي لګښتونه څه باندې درې سلنه لوړ شوي او اوس یې خبره د کال ۶۶ ملیارده ډالرو ته رسېدلې.

دا شمېرې په سویډن کې یو څېړنیز مرکز لخوا په تازه رپوټ کې خپرې شوې دي.

دې څېړنیز مرکز په خپل رپوټ کې ویلي، په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د ټولو هېوادونو دفاعي لګښت ۱۸۲۲ ملیارده ډالرو ته رسېدلی و.

په دې کال کې امریکا، چین، سعودي عربستان، هند او فرانسه هغه هېوادونه وو چې پر خپله دفاع یې تر ټولو ډېرې پیسې لګولې دي.

همدا پنځه هېوادونه بیا د ټولې نړۍ د دفاعي بودیجې ۶۰ سلنه جوړوي.

د څېړنیز مرکز په رپوټ کې ویل شوي، یوازې امریکا او چین د ټولې نړۍ د دفاعي بودیجې نیمایي برخه لګوي.

چورلکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د دفاع په برخه کې امریکا هر کال ۶۴۹ ملیارده ډالر لګوي، او د ۲۰۱۷ کال پرتله تېر کال پکې ۴ سلنه ډېروالی راغلی.

چین بیا تېر کال پر خپله دفاع ۲۵۰ ملیارده ډالر لګولي وو، چې د ۲۰۱۷ کال پرتله پکې پنځه سلنه ډېروالی راغلی و.