د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي

د عکس سرچینه، AP
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي نوی ډېلی
د هند دفاع وزیر منوهر پریکر په وروستیو ورځوکې یوې غونډې ته وویل، نوي ډېلي ته پکار دي، پر دښمن اول د اټومي برید د نه کولو پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي.
هند په ۱۹۹۹ کال کې دا اصول ومنل چې د کوم بل هېواد په ضد به اول اټومبم نه کاروي، خو د دودیزې وسلې د کار نه ور کولو په بڼه کې به په ځوابي برید کې د اټومي وسلو د کارولو اصول په ځای کوي.
منوهر پریکر وایي، پر دې اصولو غور پکار دی، چې هند دې د بل هېواد په ضد اول د اټومي وسلې برید نه کوي.
د هغه په خبره، د پاکستان دفاع وزیر تر ډېره د اټومي جګړې خبره کوي او له سرجیکل سټرایک( چټکو عملیاتو) راهیسې تراوسه دا ګواښ کوي.
په هند کې اپوزېسیون ګوندونو د نوموړي په دغو څرګندونو سخته نیوکه کړې، دا خبرې یې ډېرې بې مسوولیته او خطرناکې بللې دي.
په نږدې ټولو ملي ورځپاڼو کې د منوهر پریکر د څرګندونو خلاف لیکنې شوې دي.
د هند دفاع وزیر د خپلو څرګندونو دفاع کړې او ویلي یې دي، دا خبرې یې خپل فکر دی، خو خلک دې د نوموړي خبرې په غور وارځوي او د ده(پرېکر) پر نظریاتي شالید دې ځانونه وپوهوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند بي جي پي یا واکمن ګوند د ۲۰۱۴ کال په ټاکنیز منشور کې د اټومي وسلو د اول نه کارولو پر اصولو د بیا کتنې ژمنه کړې وه.
په دې تړاو د پریکر پر څرګندونو هیښتیا پکار نه ده، ځکه بي جي پي او ار اېس اېس د اټومي وسلو د کارولو په تړاو د پخواني لومړی وزیر واجپايي د ۱۹۹۹ کال له ډکټرین سره جوړ نه دي او د همدغه یو لوریز تړون ناچله کول غواړي.
هند د اټومي وسلو او د دې وسلو د نه پراختیا په برخه کې په نړیواله کچه مسوول هېواد بلل کېږی، د کوم بل هېواد په ضد د اټومي وسلو اول نه کارولو اصول هم د دغه هېواد مسوولانه اخلاقي دریځ ښيي.
نړۍ په دې اند ده چې اټومي وسلې د ټولې نړۍ د پایښت لپاره خطر دی.
په تېر کې څو سختې جګړې شوې، خو په هیڅ پړاو کې یې هم د اټومي وسلو د کارولو خیال او فکر نه دی شوی.
هند هم په هغو څو هېوادونو کې دی چې یو شمېر اټومي وسلې لري. د دې وسلې د اول نه کارولو ډکټرین یې د دې لپاره غوره کړی دی، چې نړۍ ته وښيي، اټومي وسلې لرل ورته مهم دي، خو کارول یې د جګړې د اور بلولو لپاره نه بلکې د درولو لپاره دي.
د دې ډکټرین موخه یې دا ده چې نړۍ ته وښيي، جګړه نه غواړي، بلکې په سوله باور لري.
دا حقیقت هر چا ته معلوم دی چې کله هم د کوم هېواد پایښت ګواښمن شي، نو د خپل ټیکاو او پایښت لپاره هر هغه ځواک ته لاس اچوي، چې ور سره وي، ځکه ورته د هیڅ اصولو منل اړین نه وي او نه د کومې وینا اړتیا ویني.
د هند د دفاع وزیر منوهر پریکر دا وینا په داسې مهال ده، چې له پاکستان سره یې اړیکي خراب شوي او په ګډه پوله د یو بل پرضد ډزې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نیمه میاشت مخکې چې هند د پاکستان د پولې د ننه د چټکو عملیاتو دعوه وکړه، نو هغه مهال منوهر پریکر وویل، چې د ار اېس اېس په نوم هندو پلوه ډلې له حکومت د دې عملیاتو غوښتنه کړې وه.
په راتلونکو میاشتو کې اترپردېش ایالت کې د اسمبلۍ ټاکنې کېږی، د دې ایالت ۸۰ ټاکلي غړي پارلمان ته ځي. لومړي وزیر نرېندر مودي ته په ۲۰۱۹ کال د يو پي ټاکنو ګټل ضروري دي.
شنونکي باوري دي، چې د اترپردېش تر ټاکنو پورې د بي جي پي او ار اېس اېس د مشرانو توندې ملتپالې ویناوې د دې لپاره دي چې رایه اچوونکي خپل کړي او په راتلونکو ورځو کې د داسې نورو جنجالی او سختو ویناوو هیله کېدلی شی.








