هندی لومړی وزیر د کشمیر کارګل ته تللی

د عکس سرچینه،
نريندر مودي په تېرو ۱۵ کلونو کې د هند لومړنی صدراعظم شو، د جنجالي کشمير له لرې پراته ښار کارګل نه يې ليدنه وکړه.
په ۱۹۹۹ کې دغلته د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې له ۱۰۰۰ زيات کسان ووژل شول.
د هند تر ولکې لاندې سيمه کې د برېښنا د دوو پروژو له پرانستې وروسته ښاغلي مودي وويل، غواړي هر يو په ګډه د پرمختګ پر لار روان کړي.
تر دې وړاندې د هند لومړي وزير پاکستان په سيمه کې د يوې نيابتي جګړې په لمسولو تورن کړ.
دا له هغه راهيسې چې ښاغلی مودي واک ته رسېدلی دويم ځل دی، له ځايي ټاکنو چې د روان کال په وروستيو کې کېږي، مخکې جمو کشمير ته ځي.
نریندر مودي په دې سفر کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د ځینو پروژو چارې پرانیستې.
په نوي ډیلي کې د بي بي سي خبریال وايي، دا سفر ځینې ټاکنیزې موخې هم لري، ځکه چې اټکل دی، د روان زیږدیز کال په وروستیو کې په دې ایالت سیمه ییزې ټاکنې وشي.
په دې سیمه کې د هند او پاکستان ترمنځ تر جګړې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا وروستي حد ته ورسېده.
د تېرې سې شنبې په ورځ د هند په یوه سرحدي سیمه پامپور ښار کې پر امنیتي ځواکونو یوه برید وشو.
دا سیمه د جمو او سرینګر له ښارونو نژدې ۱۴ کیلومتره لیرې ده.
که څه هم په سیمه کې د دواړو ګاونډیانو له خونړۍ جګړې تر لسو ډېر کلونه تېر شوي، خو لاهم هلته کله کله غلچکي بریدونه کېږي.








