د هند نوی ټاکل شوی لومړی وزیر لوړه وکړه

د عکس سرچینه، AP
د هند پارلماني ټاکنو کې له بریا وروسته نرېندرا مودي د هند د ۱۵ لومړي وزیر په توګه لُوړه وکړه.
د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د سارک هېوادونو یو شمېر مشران د لُوړې په دغو مراسمو کې ګډون کوي.
پلازمېنه ډيلي کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.
د شنونکو په وینا ډيلي کې له دې مخکې دومره کلک امنیتي تدبیرونه نه دي تر سترګو شوي.
د نرېندرا مودي لوړې مراسمو ته لومړی ځل دومره ډېر مشران بلل شوي دي.
د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف هم دغو مراسمو کې برخه اخلي.
د هند او پاکستان له بېلتون وروسته لومړی ځل دی، چې د پاکستان یو مشر د هندي لومړي وزیر د لوړې مراسمو کې ګډون کوي.
پاکستان له دې یوه ورځ مخکې د کراچۍ او حیدرآباد له زندانونو نږدې ۱۵۰ هندي زندانیان خوشي کړي دي.
بل لور ته د سریلانکا ولسشمر راجا پاکسا هم د خپل هېواد له ټولو زندانونو نه د هندي زندانیانو د خوشي کولو امر کړی.
د لُوړې مراسم د هند د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شول.
په ورته مهال کې د نرېندرا مودي د کابينې غړي هم لُوړه وکړه.
ویل کېږي چې د کابينې غړو شمېر به د اوس لپاره ډېر نه وي.
د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندهي او راهول ګاندي ته هم بلنه ورکړل شوې وه.
د نریندرا مودي په مشرتابه بي جي پي ګوند کانګریس ته په دغو ټاکنو کې د هند په ۶۶ کلن تاریخ کې بې ساري ماتې ورکړه.








