نوازشریف د مودي لوړې مراسمو کې برخه اخلي

د عکس سرچینه،
پاکستاني چارواکي وايي لومړی وزیر نواز شریف د هند د نوي لومړي وزیر نریندرا مودي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته ځي.
ښاغلي شریف وړاندې د مودې له خوا په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د هغه بلنه منلې وه.
له هغه راهیسې چې هند او پاکستان سره جلا شوي دا به لومړی ځل وي چې د یوه هېواد لومړی وزیر په دا ډول مراسمو کې د ګډون لپاره بل هېواد ته ځي.
د مودي هندو توکمپاله ګوند، بهارتیه جنتا پارټي ( بي جي پي ) د تېرې اونۍ په ټاکنو کې لویه بریا تر لاسه کړه.
په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د ښاغلي شریف وربلل د پاکستان په اړه د مودي د ګوند په کړنلارو کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي.
له اسلام اباده د بي بي سي خبریال طاهرخان په خپل رپوټ کې کاږي، چې پاکستان اعلان کړی لومړی وزیر نواز شریف به د هند نوي ټاکل شوي لومړي وزیر، نرېندرا مودي د لوړې مراسمو کی د ګډون لپاره نوي ډیلي ته سفر وکړي.
نرېندرا مودي د سويلي اسیا د نورو مشرانو ترڅنګ د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د دوشنبې په ورځ د خپلې لوړې مراسمو ته وربللی و.
د پاکستان دولتي ټلویزیون اسلام اباد کې د لومړې وزیر دفتر له قوله وویل، چې ښاغلي نواز شریف د نريندرا مودي بلنه منلې او په مراسمو کې د ګډون لپاره به د مې په ۲۶ هند ته لاړ شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي، له لومړي وزیر نوازشریف سره به بهرنیو چارو کې د هغه سلاکار سرتاج عزیز د بهرنیو چارو مرستیال طارق فاطمي او د بهرنیو چارو سکرتر هم ملګري وي.
د ویاند په خبره نوازشریف به د مې په ۲۷ له نریندرا مودي سره وویني. لومړی وزیر به دغه راز د هند له ولسمشر سره هم وویني.
د هند هرکلی
بل لور ته په هند کې نوي واک ته رسېدلي ګوند بي جي پي هند ته د نوازشریف د سفر هرکلی کړی. د ګوند ویاند پرکاش جاوړیکړ هندي رسنیو ته ویلي:
' دا ډېره د خوښي خبره ده، پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره دا د یوه نوي لور پیل دی.'
د نواز شریف لخوا د مودي بلنه منلو ته د دوستۍ اشارې په سترګه کتل کېږي، چې پاکستان کې د مودي لخوا د دې هېواد په اړه د هغه د سخت دریځ په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.
دا لومړی ځل دی، چې پاکستانی مشر د هند دغه ډول مراسمو ته بلل کېږي.
د هند د نوي لومړي وزیر د لوړې په مراسمو کې به د سويلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان (سارک) مشران هم د مېلمنو په توګه ګډون وکړي.
پاکستان له څو ورځو مشورو وروسته د ښاغلي شریف نوې ډیلي ته د سفر اعلان وکړ، چې ځیني سخت دریځه مذهبي ګوندونو د سفر مخالفت کړی و.
خو د جمعیت علماءاسلام مشر مولانا فضل الرحمن د نوازشریف هند ته د سفر هرکلی وکړ او وایي هند او نړۍ ته یې یو ښه پیغام ورکړی دی.








