د هند ټاکنو کې د کانګرس ګوند ماتې منلې ده

نظر پوښتنې ښيي چې بي جي پي تر نورو ګوندونو مخکې دی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، نظر پوښتنې ښيي چې بي جي پي تر نورو ګوندونو مخکې دی

د هند د ۵۴۳ پارلماني څوکيو لپاره په نهو پړاوونو ټاکنو وروسته د رايو شمېرل پيل شوي دي.

د لومړنیو شمېرو له مخې اپوزېسيون، بي جي پي ګوند له واکمن ګوند نه ډېر مخکې دی او کانګرس خپله ماتې منلې ده.

د کانګرس وياند راجيو شکلا خبريالانو ته ويلي ''موږ ماتې منو او په اپوزېسيون کې کېناستو ته چمتو يو''.

په هند کې د ميليونونو کارول شويو رايو شمېرل نن (جمعه، ۱۶ مې) سهار پيل شول او په دې سره به د نړۍ تر ټولو ستر انتخابات پای ته ورسېږي.

په دغو ټاکنو کې د واکمن کانګرس ټلوالې او د اپوزېسيون مهم ګوند بي جي پي او د هغه د سياليو ګوندونو ترمنځ سخته سیالي ده.

له رايې ورکولو سملاسي وروسته په نظر پوښتنو کې د لومړي وزير څوکۍ ته د نوماند نرېندر مودي د بري وړاندوينه شوې، خو کتونکي وايي ډېر کله دغه نظر پوښتنې ناسمې خېژي.

په ټاکنو کې هر ګوند چې ۲۷۲ څوکۍ او يا هم له دې ډېرې ترلاسه کړي په پارلمان کې اکثريت خپلوي.

اقتصاد

د هند اقتصاد په تېرو کلونو کې وغوړېد او د تېرو لسو کلونو په پرتله یې په سلو کې۵۰ پرمختګ وکړ خو دا پرمختګ ورو و او کله ناکله خو له درغلۍ سره ملګری و.

ډېری په دې تمه دي چې د ښاغلي مودي بری به په ګجرات ایالت کې زیات وکتل شي.

دلته به کاري ځایونه وموندل شي او په ملي کچه به پانګونه وهڅوله شي.

له نوموړي زیات سوداګر ملاتړ کوي. په وروستیو اوونیو او میاشتو کې په پانګونه او سوداګرۍ کې زیات پرمختګ شوی دی.

خو د څارونکو په ګومان ځينې اصلاحات د ګوند دځینو غړو او مدني ټولنې د غړو لپاره د اندېښنې وړ دي.

د نرېندر مودي او بي جي پي د بري لپاره ځای ځای مذهبي دودونه او مراسم ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د نرېندر مودي او بي جي پي د بري لپاره ځای ځای مذهبي دودونه او مراسم ترسره کېږي.

حتی د ده د خپل ګوند ځینې غړي هم د دې پلویان نه دي چې په سوداګرۍ کې دې بهرنۍ پانګونه وشي.

ټولنیزه همغږي

دا د هغو لپاره د اندېښنې وړ ده چې فکر کوي د هند پر مذهب نه ولاړ سیستم له ګواښ سره مخامخ کېدی شي.

په ځانګړې توګه که ۲۰۰۲م کال په پام کې ونیسو چې ښاغلی مودي د ګجرات د ایالت مشر وزیر و.

هغه مهال په مذهبي تاو تریخوالي کې څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې مسلمانان وو. ښاغلي مودي په دې اړه هېڅکله بښنه ونه غوښته.

د ډېرو اندېښنه د ګوند د هندوانو اجنډا هم ده چې مسلمانان له خپل قانوني حقه بې برخې کوي.

شنونکي له هغو څرګندونو هم اندېښمن دي چې د ګوند لوړپوړو مشرانو د کمپاین پرمهال د مسلمانانو پر ضد کولې.

سیمه ییز حالت+ کشمیر

اوس چې له افغانستانه بهرني ځواکونه په وتو دي، د ټولې سیمې لپاره مهم وخت دی.

د پاکستان ملکي حکومت هم له خپلو وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی. د دې ترڅنګ د وړو ګاونډیو لکه بنګلدېش او سریلانکا سره اړیکي هم د دوه اړخیزو مسلو له امله خړپړ دي.

اوس به ډېر دې ته سترګې په لاره وي چې ښاغلي مودي د هند له ملي ګټو سره څرنګه چلند کوي، مثلا د کشمیر مسله چې له پاکستان سره پرې لانجه ده، څنګه حلوي؟

په تېر کې بي جي پي په حکومتي واکمن اېتلاف کې له پاکستان سره د اړیکو ښه والی غوښت خو دا ځل به وکتل شي چې څه ډول چلند غوره کوي؟

په تېر کې بي جي پي په حکومتي واکمن اېتلاف کې له پاکستان سره د اړیکو ښه والی غوښت

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په تېر کې بي جي پي په حکومتي واکمن اېتلاف کې له پاکستان سره د اړیکو ښه والی غوښت

د بي جي پي په ټلواله کې ټولټال ۲۸ ګوندونه شامل دي او د دوی په اړه ويل کېږي چې له ۲۴۹ نه تر ۳۴۰ پورې څوکۍ ګټلی شي.

تر اوسه په شويو ټولو نظر پوښتنو کې وړاندوينه شوې، چې بي جي پي به له ۲۰۰ زياتې څوکۍ وګټي.

د نرېندر مودي او بي جي پي د بري لپاره ځای ځای مذهبي دودونه او مراسم ترسره کېږي.

د اپريل له اوومې نېټې پيل شوې دغه ټاکنې چې په نهو پړاونو کې د مې په ۱۲مه پای ته ورسېدې د نړۍ تر ټولو ستر انتخابات دي.

په دغو ټاکنو کې له ۵۰۰ ميليونه زياتو کسانو خپلې رايې وکارولې.

د هند د ټاکنو کمېسيون وايي دا ځل په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر ټولو زياته يانې څه باندې ۶۶ سلنه وه.

دوی وايي دا ځل په هند کې د رايې کارولو په شرايطو برابرو کسانو شمېر له ۸۰۰ ميليونه زيات وو، چې د اروپا تر ټول نفوسه ډېر دي.