هندو مذهبه افغان کاناډا کې سفیر وټاکل شو

شام لال بتیجه

د عکس سرچینه، d

د عکس تشریح، شام لال بتيجه په کندهار کې زیږېدلی او په هند کې یې اقتصادي او حقوقي لوړې زده کړې کړي دي.

په کاناډا کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شام لال بتیجه رسماً د سفیر په توګه کار پیل کړی دی.

شام لال بتیجه وړاندې په اقتصادي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار پاتې شوی.

په اعلامیه کې ښاغلی بتیجه د یوه فوق العاده سفیر، او په کاناډا کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه یاد شوی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ښاغلی بتیجه په اقتصادي چارو کې یو کارپوه او نړیوال دیپلومات بللی.

شام لال بتيجه په کندهار کې زیږېدلی او په هند کې یې اقتصادي او حقوقي لوړې زده کړې کړي دي.

هغه ډېر کلونه په امریکا کې اوسېدلی، چې په ځینو پوهنتونونو کې د تدریس او د ملګرو ملتونو په یوشمېر ادارو کې د کار تجربه هم لري.

ویل کېږي، چې د تېرو جګړو په کلونو کې د افغانستان ګڼ هندو وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو د اوسني حکومت په جوړېدو سره د نورو افغان وګړو په څېر هندوانو هم سیاست ته مخه کړه او ان پارلمان ته یې هم استازي وټاکل.

افغان هندوان
د عکس تشریح، افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي بلل کیږي

خو افغان هندوان شکایت کوي، چې ګني زورواکو یې ځینې ځمکې غصب کړې او له ځینو حقونو یې بې برخې کړي دي.

وړاندې، یو شمېر افغان هندوانو او سکانو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي وو، چې د یوه تقنیني فرمان له لارې د افغانستان په ولسي جرګې کې دوی ته یوه څوکۍ ورکړي.

افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي بلل کیږي او په تېرو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰زرو هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوسېدل، چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ودې کې ستر رول درلود.