د لومړي وزیر مودي په مشرۍ د پاک هند کمپاین

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند د فدرال حکومت څلور ميليون کارکوونکي او د ښوونځيو ميليونونه زده کوونکي جارو په لاس وتلي چې د هېواد د صفايۍ او پاکولو لپاره د هلو ځلو سروالي وکړي.
دغه کمپاين د هند د خپلواکۍ اخيستو غورځنگ د مشر مهاتما گاندي له زېږ کليزې په وياړ پيل شوى.
د (هند د پاکولو) کمپاين په نامه د دغو هلو ځلو مشري د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په غاړه اخیستې ده.
ښاغلى مودي نن سهار د ولمکي نگر په سيمه کې يو سړک جارو کاوه.
د هند د خپلواکۍ ورځې په وياړ ښاغلي مودي په خپله وينا کې وویل چې ګرد چاپېره پراخه ناپاکي يې ځوروي.
ښاغلي مودي وويل:
"له خپلواکۍ ترلاسه کولو دومره کاله وروسته آيا اوس هم موږ غواړو په ناوړه چاپېريال کې ژوند وکړو؟ آيا موږ دومره ساده ستونزه نه شو هوارولى؟"

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند لومړی وزير وايي مهاتما گاندي ته تر دې ښه پېرزوينه نه شي وړاندې کېداى چې د هغه د زېږېدنې پر ورځ دغه راز خوځښت پيل شي.
ښاغلي مودي ژمنه وکړه چې پنځه کاله وروسته په ٢٠١٩ م کال کې چې کله د ښاغلي گاندي ١٥٠ کليزه لمانځل کېږي نو د هند په کليو، ښارونو، سړکونو، معبدونو او روغتونونو کې به د ناولتيا ان يوه نښه هم نه وي.
د دغو هلوځلو د بري او غځولو لپاره گامونه پورته شوي دي چې ويل کېږي پرې ١٠ ميليون ډالر لگښت راځي.
د هند حکومت د لگښت يوه برخه په غاړه اخيستې او هوډ لري چې پاتې هغه له شرکتونو او سوداگريزو بنسټونو او نړیوالو پراختيايي پروژو ترلاسه کړي.








