د پاکستان او هند پوځي وړتیا پرتلل

پاکستانی فوج

تېره سې شنبه هند د پاکستان خاوره کې د هوايي برید دعوه وکړه او ویې ویل چې دې حمله کې یې د جیش محمد ډلې مرکز په نښه کړی دی، خو پاکستان وویل چې هندۍ الوتکې یې عملیاتو ته نه پرېښودې.

له هغه وروسته دواړو کشمیر کې پر کنټرول کرښه د یو بل پر لور ډزې هم وکړې او پرون پاکستان وویل، د هند دوه الوتکې یې غورځولې.

پوښتنه دا ده چې دا په اټومي وسله سمبال هېوادونه څومره پوځي ځواک لري.

د ګلوبل فایر پاور د ۲۰۱۸ کال رپوټ هند د نړۍ د ۱۳۶ ځواکمنو پوځونو په ډله کې څلورم او پاکستان ۱۷ نمبر بولي.

دې نوملړ کې ۵۵ مختلفو اړخونو ته کتل شوي، لکه جغرافیه، اقتصاد، صنعت، طبیعي زېرمې، وړتیا او د نړۍ له اول، دویم او دریم درجه هېوادونو سره اړیکي.

هند د وګړو له پلوه له پاکستان مخکې دی، هند یو عشاریه دوه میلیارد وګړي، خو پاکستان ۲۱۰ میلیونه وګړي لري.

د پاکستان پوځ شمېر ۱۹ لکو ته رسېږي، خو د هند پوځ ۴۲ لکه دی.

دفاعي بودیجه

جے ایف 17

د عکس سرچینه، Getty Images

هند پر خپله دفاع ۴،۷ میلیارد ډالر لګوي، خو پاکستان ۷۰۰ لکه.

هند ۲۱۸۵ الوتکې لري او مقابل کې پاکستان ۱۲۸۲ الوتکې.

پاکستان ۳۲۰ او هند ۵۹۰ جنګي الوتکې لري.

پاکستان ۴۱۰ او هند ۸۰۵ د بمبار الوتکې لري.

هند ۷۰۸ او پاکستان ۴۸۶ باري الوتکې لري.

چورلکې

انڈین ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان ۳۲۸ خو هند ۷۲۰ چورلکې لري.

پاکستان ۴۹ خو هند ۱۵ جنګي چورلکې لري.

هند ۳۴۶ خو پاکستان ۱۵۱ عملیاتي هوايي اډې لري.

ټانکونه

هند ۴۴۲۶ خو پاکستان ۲۱۸۲ ټانکونه لري.

زغرګاډي

هند ۳۱۴۷ خو پاکستان ۲۶۰۴ زغرګاډي لري.

توپونهپاکستان ۳۰۷ خو هند ۱۹۰ خپلچاري یا اتومات توپونه لري.

خو هند ۴۱۵۸ مګر پاکستان یوازې ۱۲۴۰ عام توپونه لري.

سمندري ځواک

ٹینک

هند ۲۹۵ خو پاکستان ۱۹۷ سمندري تجهیزات لري

هند یوه سمندري بېړۍ لري، خو پاکستان یې نه لري.

پاکستان پنځه، خو هند ۱۶ اوبتلونه لري.

هند ۱۴ فریګیټ خو پاکستان ۱۰ فریګېټ لري.

هند ۱۱ جنګۍ بېړۍ لري، خو پاکستان سره نشته

هند ۲۲ کوچنۍ جنګي بېړۍ لري، خو پاکستان یې نه لري.

هند هم ۱۱ او پاکستان هم ۱۱ د ګزمې کوچنۍ کښتۍ لري.

پاکستان ہحریہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ګلوبل فایر پاور له مخې هند له امریکا، روسی او چین وروسته څلورم پوځي ځواک دی.

د دې نوملړ لومړیو لسو هېوادونو کې فرانس، برتانیا، شمالي کوریا، جاپان، ترکیه او جرمني هم دي.

هند او پاکستان دواړه اټومي ځواکونه دي، خو دې شمېرنه کې دې برخې ته پام نه دی شوی.

مګر ځینې شنونکي وايي، چې اټومي وسلې د دواړو هېوادونو د جنګ مخنیوي کې رول ري.