چین له هند سره پر پوله د خونړۍ نښتې سیمه کې "پوځي تاسیسات جوړ کړي"

د عکس سرچینه، Maxar Technologies/Reuters
چین له هند سره پر پوله هغه ځای ته نژدې نوي تاسیسات رغولي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې ۲۰ هندي سر تېري پکې ووژل شول. تېره میاشت په دغه سیمه کې هیڅ نه ترسترګو کېدل، خو اوس پکې خندقونه او د پوځي تجهیزاتو لپاره ساتنځایونه او ګودامونه له ورایه ښکاري.
په دغه ناندریزه سرحدي سیمه کې د چین لور ته هم د سر زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي وو، خو تایید شوي نه دي. بل لور ته د نویو تاسیسیاتو تصویرونه داسې مهال خپاره شوي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو لپاره په خبرو بوخت دي.
دغه تصویرونه د ماکسار په نامه تکنالوژۍ کمپنۍ له سټیلایټه اخیستي او د جون میاشتې ۲۲ مه نېټه پرې لیکل شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي د ګلوان سیند غاړې په مخکنیو تصویرونو کې دغه تاسیسات نه دي لیدل شوي، خو د نویو تصویرونو په هکله هند او چین تر اوسه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Maxar Technologies/Reuters
د همالیه غرونو لړۍ د لداخ سیمې په ګلوان دره کې د جون پر ۱۵ مه نېټه داسې حال کې سرحدي شخړه رامنځته شوه، چې مخکې د دواړو هېوادونو پوځي مشرانو هوکړه کړې وه چې ''د پولي پر سر ناندرۍ به په سوله ییزه توګه د مخکینیو هوکړو له مخې هوارې کړي. ''
له شخړې وروسته دواړو لوریو په عام محضر کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د خبرونو یادونه کړې. مشهور هندي دفاعي مبصر اجی شکلا پر ټویټر پاڼه لیکلي ''په ګلوان دره کې د واقعي کنټرول له کرښې یو نیم کیلومتر هندي لور ته دننه یو لوی چینايي کمپ لیدل کېږي. ''
د هندي رسنیو په رپوټونو کې د هندي پوځي چارواکو په حواله ویل شوي، چې نوي اضافي تاسیسات د جون ۱۵ له پېښې وروسته د پوځي قومندانانو په کچه د خبرو تر منځ مودې کې لیدل شوي دي. بل لور ته د مې میاشتې په سټیلایټ تصویرونو کې دغه ودانۍ نه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Maxar Technologies/Reuters
په ګلوان دره کې د دواړو ځواکمنو هېوادونو تر منځ د واقعي کنټرول کرښې په نامه دغه پوله ځکه ډېره څرګنده نه ده، چې له واورو ډکې غونډۍ، جهیلونه او سیندونه یې په عین منځ کې راځي.
په دغه سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځونه څو ځله یوه بل ته مخامخ شوي دي. هند پر چین تور پورې کوي چې د لداخ ګلوان درې ته یې زرګونه پوځیان لېږلي او د دوی ۳۸ زره مربع کیلومتره (۱۴۷۰۰ مربع میله) سیمه یې لاندې کړې ده.
په تېرو دریو لسیزو کې د دې موضوع د حل لپاره څو ځله خبرې ناکامې شوې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ په ۱۹۶۲ کال کې یوازینې جګړه شوې چې هند پکې سخته ماتې وخوړه.









