پر پوله نښته: چین پر هندي پوځیانو 'په لوی لاس د پارونې' تور پورې کړ

indian troops near chinese border

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي پوځیان له چین سره پولې ته څېرمه ګزمه کوي

چین په همالیه غرنۍ سیمه کې له هند سره د دوشنبې ورځې له سرحدي شخړې وروسته لومړۍ رسمي څرګندونه کې پر هندي پوځیانو (په لوی لاس د پارونې) تور پور کړی دی. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لیجیان ژاوو وايي، هندي پوځیان د چین خاورې ته ننوتي، برید یې کړی، چې له کبله یې (سخته فزیکي نښته) رامنځته شوې ده.

خو نوموړي د چین لوري سر زیان په هکله څه نه دي ویلي.

د جمعې پر ورځ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وویل، هیڅ بهرني سرتېري د هند خاورې ته نه دي ننوتی او د هند خاورې هیڅ برخه له لاسه نه ده وتلې. ښاغلي مودي زیاته کړه، که اړتیا پېښه شي هند به له پوځي لارې د خپلې خاورې دفاع وکړي.

خو د ټویټر پاڼې په یو لړ پیغامونو کې ښاغلي ژاوو ویلي، ګلوان دره د واقعي کنټرول کرښې (ایل اي سي) د چین غاړې ته موقعیت لري. د یادونه ده، چې په دغه سیمه کې د دواړو اتومي قوتونو تر منځ سرحدي کرښه ډېره څرګنده نه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "تر کومې کچې چې زه پوهېږم په اوس وخت کې له چین سره یو هندی پوځي هم نه شته."

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ۱۵ او ۱۶ جون ترمنځ د شپې پر مهال د پېښې په ترڅ کې چین ۴ هندي سرتېري او ۶ ځوانان له ځان سره بېولي دي او هغه یې د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشي کړي.

د دې پېښې له امله د یوه هندي ډګروال په ګډون د دې هېواد ۲۰ سرتېري هم وژل شوي.

هند کې له چینايي توکو سره پرېکون

له دې پېښې وروسته په هند کې د چینايي توکو د پېرلو پرضد پرېکون شوی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، "د دې هرڅه پړه د هند له غاړې ده".

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان وايي، په اوس وخت کې له چین سره یو هندی پوځي هم نه شته

هغه وویل، دواړوه هېوادونه په دې اړه سره خبرې کوي او هڅه کوي چې تاوتریخوالی کم کړي.

ویاند زیاته کړه: "چین د هند اړیکو ته په ارزښت قایل دی او هیله لري چې هند به له چین سره د اوږدمهاله پرمختګ لپاره دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره کار وکړي.

مودي: هندی پوځ له پولې دفاع کولی شي

د هند لومړي وزیر ویلي، که اړتیا شوه، له پوځي پلوه به له چین سره د خپلې پولې دفاع وکړي. نرېندرا مودي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د چین- هند پر پوله همالیا سیمه کې له چینايي ځوړاکونو سره په نښته کې ۲۰ هندي پوځيان ووژل شول.

نرېندرا مودي وايي، خپلې اردو ته یې اجازه ورکړې چې له چین سره پر پولې د راپورته شوې لانجې دفاع وکړي او ټینګار یې دا دی چې د دې هېواد د سرحدي خاورې هېڅ ځای د بهرنیو ځواکونو لاسته نه دی ورغلی او نه هم د هند کومه خاوره له لاسه وتلې ده.

چین تر اوسه د خپلې خوا د قربانیو په اړه څه نه دي ویلي خو هند وايي دواړو غاړو ته زیان اوښتی دی.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند او چین ترمنځ پر پوله د ګلوان دره، هغه سیمه چې تېره اونۍ پکې ۲۰ هندي سرتیري ووژل شول

په تېرو څو ورځو کې، د اسیا دوه اټومي قدرتونه چین او هند یو بل د لداخ په سیمه د دې تاوتریخوالي په پیلولو تورنوي. که څه هم نوی ډېلی وایي، چې د چین سرتېرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې، خو چین لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې ددې سیمې د سرحدي کرښو کره والی سم نه دی او همدا لامل دی چې پر پولې نښتې کیږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ (د جون ۱۹) په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې خپلو وسله والو ځواکونو ته یې د هند د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره "د اړینو ګامونو د اخیستلو بشپړ واک ورکړی".

هغه وویل:"پر دې پېښې ټول هېواد نارامه او غمجن شول، هند د سولې او ملګرتیا غوښتونکې ده خو په خپل ټول ځواک سره د خپل هېواد د خپلواکۍ دفاع کوي."

.
د عکس تشریح، بي بي سي ته په لاس ورغلی تصویر، هغه اله ده چې په نښتو کې ترې کار اخیستل شوی و.

د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د دوشنبې په ورځ خونړۍ نښته هغه مهال وشوه چې د دواړو غاړو یوه سرتېري هم په لاسونو کې وسله نه درلوده، دا ځکه دواړو هېوادونو ۱۹۹۶ کال کې یو تړون کړی چې هرډول وسلې او چاودېدونکي توکي به نه کاروي.

بي بي سي د هغې ابتدايي وسلې انځور خپور کړی چې ویل کېږي چینايي ځواکونو د تېرې دوشنبې پر ورځ له هندي سرتېرو سره د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې د یوې وژونکې شخړې پرمهال کارولې ده.دا انځور پر ګډه پوله یوه لوړ پوړي هندي پوځي افسر بي بي سي ته استولی و.

د دې ابتدايي وسلې انځور چې تېره پنجشنبه ښکاره شو ښيي چې له سیخانو جوړه شوې او میخونه هم په کې کارول شوي دي.

هند وايي، له ۲۰ سرتېرو پرته ۷۶ نور سرتېري یې ژوبل شوي هم دي.