امریکایی ډاکټر: تورپوستي دې له کورونا خوندیتوب لپاره نشې نه کوي

US Surgeon General Jerome Adams

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا متحده ايالتونو مشر جراح له خپلو خلکو غوښتي دي چې پرکويډ_١٩ ویروس د اخته کېدو د خطرونو د کمولو له پاره د الکولو ، سگرټو او نورو نشه يي درملو له کارولوڅخه ډډه وکړي.

ډاکټرجيرومي ادمس وويل، کورونا ويروس تورپوستي، د لاتيني امريکا او نور لږکي ډېر ځپي، د ده په وینا دا ځکه چې دوى روغتيايي ستونزې لري.

ډاکتراډمس چې خپله هم افريقايي الاصله امريکايى دى داهم وويل چې دغه ټولنې بايد د ويروس د خپرېدو له پاره گام پورته کړي.

کورونا
کورونا

د امريکا په ښارونو کې د لږکيو په منځ کې ډېرې مړينې انديښنې راپارولي دي. شيکاگو کې له کورونا څخه د مړو شويو ٧٠سلنه يې تورپوستي دي.

د ښاغلي اډمس په وینا، له ساه لنډۍ د تورپوستو د مړینې خطر د سپين پوستو پرتله درې برابره دی.

نوموړي یوې خبري غونډې پرمهال له خپل جېب نه د تنفس کولو اله راووېستله او ویې ویل، له څلوېښت کلونو راهیسې د تنفسي ستونزې له ویرې له ځان سره دغه وسیله ګرځوي.

په نړۍ کې څه باندې ۱،۷ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوي او له یو لک ډېر کسانو بیا له دې امله خپل ژوند بایللی.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا هغه هېواد دی چې په یوه شپه ورځ کې هلته له ۲۰۰۰ ډېر کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

خو سپینه ماڼۍ وايي، دا شمېر په کمېدو دی. د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په تېرو۲۴ ساعتونو کې امریکا کې ۲۱۰۸ کسان مړه شوي دي.