کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل

ایټالیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټوله ایټالیا کې تر دې دمه د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر یو زر او اته سوه (۱۸۰۰) ته رسېدلی دی.

له ایټالیا ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې کورونا وېروس یوازې د یکشبنې پر ورځ په دې هېواد کې ۳۶۸ کسان وژلي، چې په یوه ورځ کې د وژل شویو کسانو تر ټولو دېر شمېر دی. یوازې په لومباردي سیمه کې، چې کورونا وېروس تر ټولو ډېره ځپلې ده، ۲۵۲ کسان وژل شوي دي.

په ټوله ایټالیا کې تر دې دمه د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر یو زر او اته سوه (۱۸۰۰) ته رسېدلی دی.

بله خوا د جرمني حکومت اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره به له دوشنبې له فرانسې، سویس او اتریش سره خپلې پولې تړي.

پاکستان کې مثبې پېښې ۵۲ شوې:

کورونا وائرس پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په سند ایالت کې ثبت شوې دي

په پاکستان کې چارواکي وايي، په کرونا ویرسو د اغېزمنو کسانو شمېر تر پنځوس اوښتی، چې ډېری يې په سیند ایالت کې دي. د چارواکو په خبره په سیند ایالت کې د کورونا ځپلیو شمېر ۳۲ ته رسېدلی.

په بلوچستان کې لس، ګلګت بلتستان کې پنځه، پلازمېنې اسلام اباد کې څلور او پنجاب ایالت کې یو کس په کورونا وېروس اخته شوی دی.

په سیند او بلوچستان ایالتونو کې چې تر نورو ایالتونو پکښې د کرونا ځپلیو شمېر زیات دی، ایالتي چارواکي يې وايي، اکثریت ناروغان يې له ایرانه په دې وروستیو کې پاکستان ته ستانه شوي دي.

په بلوچستان کې ځايي وګړیو د پاکستان پر فیدرالي او د بلوچستان پر ایالتي حکومتونو تورونه پورې کړي، چې له ایرانه په ناقانونه توګه لاهم ناروغان را اوړي، خو د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، که په ناقانونه توګه هم څوک راغلي وي، دوی موندلي او قرنطین کړي يې دي.

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ له کورونا وېروس خوندي دی:

ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دې انځور کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ شاته ولاړ کس په کورونا وېروس اخته و

د سپینې ماڼۍ ډاکټر ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د کورونا وېروس لپاره معاینات کړي وو، او پایله یې منفي راوتلې. مطلب دا چې دی په کورونا وېروس نه دی اخته.

ډاکټر شان کونلي د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د دې خبرې پخلی وکړ.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ فلورېډا کې په خپله استوګنه کې له برازیله ورغلي پلاوي سره کتلي وو.

وروسته جوته شوه چې د دې پلاوي ځینې غړي په کورونا وېروس اخته وو. په ناروغو کسانو کې د برازیل ولسمشر یو سلاکار هم شامل و.

له دې وروسته ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې خپل معاینات وکړي او خپل وضعیت مالوم کړي.

بریتانیا: له ۷۰ کلونو پورته عمر خلک قرنطین کېدای شي:

Matt Hancock
د عکس تشریح، د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر وایي، تر ۷۰ کالو د ډېر عمر ټول وګړي قرنطین کېدای شي

د بریتانیا حکومت اعلان کړی دی چې ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې ټولو هغو کسانو ته د قرنطین کېدو سپارښتنه وکړي چې عمرونه یې تر ۷۰ کالو پورته دي.

د عامې روغتیا وزیر مټ هنکاک بي بي سي ته وویل، کېدای شي دا قرنطین د ډېرو مودې لپاره دوام وکړي.

په بریتانیا کې تر دې دمه ۲۱ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي، او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون په کور دننه هم خلکو پر حکومت نیوکې کړې دي چې وضعیت جدي نه ګڼي.

د بریتانیا د عامې روغتیا ملي ادارې یا اېن اېچ اېس ویلي، په روغتونونو کې د ساه اخیستو ماشینونه کم دي، او حکومت له ګڼو لویو شرکتونو غوښتنه کړې چې د دې ماشینونو تولید کې مرسته وکړي.

د امریکا په هوایي ډګرونو کې ګډوډي:

امریکا

د عکس سرچینه، Christina Clancy

د عکس تشریح، د امریکا هوایي ډګرونو کې خلک له معاینې وروسته اجازه لري چې بهر ته ووځي

د امریکا په هوایي ډګرونو کې ټول هغه خلک د کورونا وېروس لپاره معاینه کېږي چې له اروپا ورځي.

له دې ګام سره په ګڼو هوایي ډګرونو کې د مساپرو اوږده کتارونه جوړ شوي، او خلک د خپل معاینې او له هوایي ډګره د راوتلو لپاره ساعتونه انتظار باسي.

امریکا له ګڼو اروپایي هېوادونو د خلکو پر ورتګ بندیز اعلان کړی دی، او نن شپه به له بریتانیا او ایرلنډ پر ورتلونکو کسانو هم دا بندیز پلی شي.

په امریکا کې تر اوسه د کورونا وېروس ۲۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۵۴ کسان وژل شوي.

اروپایي هېوادونو سخت بندیزونه لګولي:

اتریش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اتریش کې له بنځو ډېر کسان پر یو ځای د راټولېدو اجازه نه لري

ګڼو اروپایي هېوادونو د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د خلکو پر حرکت او ګڼه ګوڼه بندیزونه لګولي دي.

اتریش کې له پنځو ډېر کسان اجازه نلري چې پر یو ځای راټول شي، او دې هېواد ته له ګڼو هېوادونو پر ورتګ هم بندیز لګېدلی.

رومانیا ښایي په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړي، او د چېک جمهوریت لومړي وزیر ویلي چې د خپل ټول نفوس د قرنطین کولو اعلان کولی شي.

فرانسه او اسپانیا کې وار د مخه بېړني ګامونه اخیستل شوي دي، خو سره له چې دې بازارونه او رستورانونه بند دي، فرانسې حکومت بیا هم سیمه ییزو ټاکنو ترسره کولو هوډ لري.

اسټرالیا ته ورتلونکی هر کس باید قرنطین شي:

اسټرالیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسټرالیا اعلان کړی چې له بهره ورتلونکي ټول کسان باید ۱۴ ورځې قرنطین شي

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی چې له بهره ورتلونکی هر وګړی باید د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي. لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، د کورونا وېروس مخنیوي لپاره دا ګام ډېر اړین دی.

یاده دې وي چې نیو زیلنډ وار د مخه ورته ګام پورته کړی و.

اسټرالیا همدا راز تر راتلونو ۳۰ ورځو بهرنیو سمندري بېړیو ته اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد به بندرونو کې تمې شي.

خو له دې ټولو بېړنیو ګامونو سره سره په اسټرالیا کې ښوونځي تر دې دمه پرانیستي دي.

اسټرالیا کې د کورونا وېروس ۲۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۳ کسان وژل شوي.

کورونا