کورونا وېروس: د درملنې شپږ ناسمې مشورې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریېليټي چېک ډله
- دنده, بي بي سي
کورونا وېروس د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په ډېره چټکۍ په خپرېدو دی او تر دې دمه يې کره او د منلو وړ درملنه نشته.
خو له بده مرغه د انټرنټ له لارې خلکو ته د درملنې طبي مشورې ورکول کېږي. له دغو لارښوونو يې ځينې د کار نه دي او تاوان هم نه لري خو ځينې يې ډېرې خطرناکې او وژونکې کېدلی شي.
موږ په پراخه کچه داسې دعوې او مشورې څارلې او څېړلې دي، هڅه مو کړې چې ومومو ساینس او طب يې په اړه څه وايي؟
۱: هوږه:

د عکس سرچینه، Getty Images
پر خواله رسنۍ فېسبوک داسې ګڼې لیکنې خپرې شوې دي چې خلکو ته يې د والګي د مخنيوي لپاره د هوږې خوړل وړاندیز کړي دي.
د روغتیا نړېوال سازمان وايي، 'که څه هم هوږه د روغتیا لپاره ښه ده ځکه چې د مېکروبونو د مخنيوي خاصیت لري خو داسې کوم ثبوت نشته چې که څوک هوږه خوري نو پر کورونا وېروس به نه اخته کېږي.
که هوږه خورئ او له کورونا د ځان ژغورنې لارښوونې هم له پامه نه غورځوئ نو روغتیا ته مو ګټه کوي خو دا هم په یاد لرئ چې داسې ټوټکې مو صحت ته تاوان هم رسولی شي.
د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ په نوم ورځپاڼې د یوې ښځې کیسه خپره کړې ده. هغه له یونیم کېلو هوږې خوړلو وروسته روغتون ته وړل شوې وه. دومره ډېرې هوږې خوړلو هغې ته د ستوني سوی پېدا کړی و.
موږ ټول پوهېږو چې د مېوې او سبو خوړل او په یوه مناسبه کچه د اوبو څښل بدن ته ګټه کوي خو داسې هيڅ شواهد نشته چې ثابته کړي کوم خاص خواړه د یوه ځانګړي ويروس پر ضد د بدن د مدافعت ځواک لوړوي.
۲: معجزه لرونکي کاني مواد:

د جارډن سېتر په نوم یوه مشهور یوټيوب کارن دعوه کړې چې 'معجزه لروونکي کاني مواد' په بشپړ ډول کورونا وېروس له منځه وړي. دغو موادو ته اېم اېم اېس نوم ور کړل شوی.
پر خواله رسنیو د ښاغلي سېتر زرګونه څارن یا فالور شته.
په دغو کاني موادو کې د کلورین ډاي اکسایډ په نوم کيمیاوي ماده ده. ښاغلي سېتر او ملګرو يې دغو معدني یا کاني موادو ته د کورونا وېروس تر خپرېدا مخکې اعلانونه کول. ده سږ کال په جنورۍ میاشت کې په یوه ټوېټ کې لیکلي وو چې کلورین ډاي اکسایډ د سرطان مېکروب په له منځه وړلو کې ګټور دی او کورونا وېروس هم ختموي.
تېر کال د امریکا د خوړو او درملو ادارې د دغو موادو د کارولو له کبله روغتیا ته د رسېدونکي زیان په اړه خلکو ته خبرداری ور کړی و او ویلي يې وو، دوی له داسې کومې څېړنې نه دي خبر چې ثابته کړي دا مواد د کومې ناروغۍ په درملنه کې مرسته کوي. پ
ه نوره نړۍ کې هم روغتیايي ادارو دې ته ورته ګام پورته و.
د دې امریکايۍ ادارې په خبره، د دا ډول کاني موادو څښلو سره د زړه بدوالی، اسهال او په بدن کې د اوبو د کمښت په څېر ستونزې پېدا کېدلی شي.
۳: په کورونو کې جوړ شوي مېکروب وژونکي مواد:

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ داسې رپوټونه شته چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د لاس مينځلو مېکروب وژونکې مایع کمه موندل کېږي. د دې یو تر ټولو لوی لامل له کورونا وېروس د ځان ژغورنې په موخه د لاسونو په وار وار مينځل ښودل شوی.
کله چې په اېټالیا کې د دغو اوبلنو موادو د کمښت خبرونه پر خواله رسنیو خپاره شول نو په خپلو کورونو کې د دې مېکروب وژونکي محلول د جوړولو لارښودونه لاس په لاس شول.
داسې ډېر مواد د ځمکې او د کور د نورو توکو په پاکولو کې مرسته کولی شي خو د ساینسپوهانو په خبره، د انسان د بدن لپاره مناسب نه دي.
په لاس پاکوونکې الکولي مایع کې د پوستکي د نرمولو او تازه ساتلو مواد هم ګډ وي.
د لندن د یوه پوهنتون استاد سيلي بلوم فيلډ وايي، باور يې نشي چې څوک دې په کور کې مېکروب وژونکي ګټور محلول جوړ کړای شي.
۴: د څښلو وړ سپين زر:

د امریکا د یوې تلويزوني خپرونې چلوونکي جېم بکر په یوه خپرونه کې د 'کولایډل سېلور' د کارولو سپارښتنه کړې وه.
کولایډل سېلور په اصل کې په ځينو اوبلنو موادو کې د سپينو زرو ډېرو وړو زرو ته وايي.
په هغه خپرونه کې یوه مېلمه دعوه وکړه چې دا محلول په دوولسو ساعتونو کې د کورونا وېروس د وژلو وړتیا لري. خو ده دا هم ومنل چې تر اوسه یې په کورونا وېروس یا کوېډ ۱۹ باندې نه دی تجربه کړی چې کار کوي او که نه؟
دا موضوع پر فېسبوک ډېره لاس په لاس شوه ځکه چې د دې محلول یا اوبلنو موادو جوړوونکي دعوه کوي چې د هر ډول ناروغیو درملنه کولی شي. خلکو فکر کاوه چې ښايي ګټور وي.
خو د امریکا د روغتیا ادارې د مسوولانو په خبره، دا تر اوسه نه ده ثابته شوې چې سپين زر د کومې ناروغۍ درملنه وکړای شي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا ډېره مضره ثابتېدلی شي؛ پېښتورګو ته تاوان رسولی شي او ارجيریا یا د بدن د شينوالي ستونزه پېدا کولی شي.
د روغتیاپوهانو په باور، سېلور د انسان له بدن سره هیڅ ډول سروکار نه لري.
اوس د فېسبوک ادارې هغو کاروونکو ته د خبرداري پېغامونه استولي چې د دې محلول کارولو ته یې خلک وربلل.
۵: له هرو پنځلسو دقیقو وروسته اوبه څښل:

د عکس سرچینه، Getty Images
پر فېسبوک داسې څه هم خپاره شوي چې زرګونه ځلې بېرته شريک شوي هم دي. په دې لیکنه کې د 'جاپاني ډاکټر' یو پېغام دی چې وايي، په هرو پنځلسو دقیقو کې د اوبو څښل په خوله کې شته مېکروبونه له منځه وړي.
د دغه پېغام عربي ژباړه تر دوو لکو ډېر ځلې له نورو سره شریکه شوې ده.
د اکسفورډ پوهنتون استاد ټروډې لانګ وايي، داسې نه ده چې يوازې د اوبو په څښلو دې وېروس له خولې معدې ته ولېږدول شي او هلته دې ووژل شي.
د کورونا ويروس په څېر ساري ناروغۍ د تنفسي سيسټم له لارې په ساه اخیستلو کې بدن ته ننوځي. دا ډېر کم پېښېږي چې وېروس د خولې له لارې داخل شي. خو که د خولې له لارې هم بدن ته ننوځي نو په ډېرو اوبو څښلو سره د کورونا وېروس مخنیوی نه کېږي.
دا بیا بېله خبره ده چې په مناسبه کچه د اوبو څښل روغتیا ته ګټه رسوي.
۶: ایسکریم نه خوړل:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې مسلو هاخوا داسې ډېرې نورې لارښوونې یا مشورې هم شته چې ویل کېږي ګرمي وېروس له منځه وړي. یا وايي، ډېرې تودې اوبه وڅښئ، په ګرمو اوبو ولامبئ او وېښتانوچی(ډرایر) هم وکاروئ.
په مختلفو هېوادونو کې پر خواله رسنیو دا خبرونه له دې کبله هم ډېر خپاره شوي چې وايي، دا لارښوونې د یونيسېف بنسټ له لورې شوې دي خو په اصل کې داسې نه ده.
په دغه پېغام کې ویل شوي چې د تودو اوبو کارول او لمر ته ډېر ناستی وېروسونه وژني. دا هم پکې ویل شوي چې له ايسکریم یا سړوپيو خوړلو ډډه وکړئ.
په يونيسېف اداره کې د کورونا وېروس په اړه د ناسمو مالوماتو د خپرېدو د مخنيوي برخې کارکوونکې چارلوټ ګورنتزکا وايي، 'پر خواله رسنیو د یونيسېف له نومه په ګټه اخیستنې په یوه پېغام کې دعوه شوې چې له کورونا وېروس د ځان ژغورنې لپاره باید ایسکريم او نور ساړه څښاک ونه کارول شي. دا ريښتیا نه دي'.
موږ پوهېږو چې د والګي وېروس په تاوده موسم کې د انسان له بدنه د باندې ژوندی نشي پاتېدلی خو په دې هيڅ نه پوهېږو چې پر نوي کرونا وېروس د تودوخې اغېز څومره دی؟

د پوهاند بلوم فيلډ په خبره، دا نظر په بشپړ ډول ناسم دی چې که ځان ګرم وساتو یا ډېر لمر ته کېنو نو بدن به مو له کورونا وېروس په امان شي:
"که یو ځل ستاسې بدن ته وېروس ننوت بیا داسې لار نشته چې هغه ووژنئ. خو هو، دا سمه ده چې بدن ته له ننوتو وروسته ستاسې د بدن مدافع ځواک له وېروس سره مقابله کوي او هغه له منځه وړي".
پوهاند بلوم فيلډ زیاتوي، د انسان تر بدنه بهر د یوه ويروس د وژلو لپاره شپېته درجې تودوښه په کار ده او په دومره تودو اوبو څوک ځان نشي وينځلی.
که څه هم تر دې کچې په ګرمو اوبو د لاس پاکونو او د بسترو د پوښونو مينځل ښه خبره ده، ځکه چې دا به په رخت یا جامو کې شته وېروس له منځه یوسي.
بله خبره دا چې په ګرمو اوبو لامبل یا د تود شربت څښل ستاسې د وجود تودوخه نشي بدلولی. د تودو شربتونو یا اوبو له څښلو وروسته هم ستاسې د بدن تودوخه په هماغه کچه پاتېږي چې تر څښلو مخکې وه. خو په دې شرط چې تبه مو نه وي.








