کورونا وېروس ته واکسین کله جوړېږي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیمز گالاگر
    • دنده, روغتیايي چارو کې د بي بي سي خبریال

د کورونا ویروس تر ۸۰ ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی او هره ورځ پرې د اخته کېدو په اړه د زرګونو پېښو راپورونه ورکول کېږي.

اوس چې د دې وېروس لپاره هېڅ واکسین نه دی جوړ شوی، نو د دې واکسین له جوړېدو سره څومره واټن لرو؟

د کورونا وېروس ضد واکسین څه وخت جوړېږي؟

څېړونکو یو واکسین جوړ کړی او ټاکل شوې پر څارویو یې ډېر ژر وازمايي. که ازمایښتونه بریالي شي نو ليرې نه ده، چې په روان کال کې به پر انسانانو هم وازمایل شي.

.

خو که ساینسپوهانو د کال تر پایه واکسین جوړ هم کړي، نو زیات تولید یې اسانه نه دی. که رښتیا ووایو د حالت تر ښه کېدو باید د راتلونکي کال تر نیمايي صبر وکړو.

په یاد ولرئ چې دا هرڅه په بې ساري محدود وخت کې د نویو کړنلارو په کارولو سره ترسره کېږي، نو ځکه دا کار به ننګوونکی وي.

یاده دې وي چې د کورونا د وېروس څلور ډوله انسان ته لېږدي، یو له هغوعادي زکام رامنځته کوي او د یوه پر ضد یې هم واکسین نه لرو.

ایا دا واکسین هر عمر لرونکی خوندي کولی شي؟

له بده مرغه ښايي دا واکسین پر عمر خوړلو انسانانو اغېزناک ثابت نه شي. دا واکسين پورې تړاو نه لري، خو که د انسان د بدن دفاعي سيسټم کمزوریږي واکسین ته مناسب غبرګون نه ښيي. هغه څه چې هرکال د انفلونزا واکسین سره کېږي.

.

د اوس لپاره یې درملنه څه ده؟

واکسین د مېکروبونو مخه نیسي او دا مهال دې موخې ته د رسېدو لپاره روغتیايي پاملرنه غوره لار ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې پر کورونا د اخته کسانو په ډله کې ډېر یې د ناروغۍ کمزورې نښې لري او د دې وېروس له امله د مړینې امکان له دوه سلنې تر پنځه سلنې ده.

د واکسین د تولید پروسه څه ډول ده؟

واکسینونه له زیان پرته د بدن معافیت سیسټم ته وېروسونه او میکروبونه ورښيي. د بدن دفاعي سيستم د برید عامل هم پېژني او د مبارزه کولو څرنګوالي هم ترې زدکوي.

.

که بدن له دې ډول عواملو سره مخ شي، نو پوهېږي چې له دا ډول مېکروبونو سره څنګه مبارزه وکړي.

په تېرو څو لسیزو کې د واکسین کولو اصلي مېتود له اصلي وېروس ګټه اخیستل وو.

له همدې امله، ټنډغنبوري او شری ته د واکسین جوړولو لپاره د دې ناروغیو د کمزورو شویو بېلګو کار اخیستل کېږي چې ناروغي نه شي رامنځ ته کړي.

د نوي کورونا ویروس پر ضد واکسین د جوړېدو لپاره له نویو ناازمویل شویو لارو "اړیکه او اجرا" په نوم کار اخيستل کېږي. د دې نوي کورونا وېروس پر بشپړ جنیټیک کوډ ځان پوهول په دې مانا دي چې موږ د دې جوړولو لپاره بشپړه طرحه لرو.

په تېرو څو لسیزو کې د واکسین کولو اصلي مېتود له اصلي وېروس ګټه اخیستل وو.

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د عکس تشریح، په تېرو څو لسیزو کې د واکسین کولو اصلي مېتود له اصلي وېروس ګټه اخیستل وو.

هغه کارونه چې ځینې متخصصین یې د دې واکسین په جوړولو کې کوي دا دي چې جنیټکي کوډ د کورونا وېروس ځینې وړې برخې را اخلي او له ځینو بې ضرره وېروسونو سره یې یوځای کوي.

اوس تاسو کولی شئ کوم څوک په دې نامضر ویروس اخته کړئ او په دې تیوري کې تر یوې اندازې د کورونا وېروس په اړه یې مقاوم کړئ.

ځینې بیا له یوې لارې کار اخلي، دوی د وېروس جنیټکي کوډ برخې مخامخ بدن ته ترزیقوي. بدن د دې وړ ټوټو لېږدول د دې لامل کېږي چې پروټینونه رامنځته کړي او بدن دفاعي کول له هغو سره مقابله کول زدکړي.