کورونا؛ د کاناډا لومړی وزیر او مېرمن یې قرنطین شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د کاناډا د لومړي وزیر مېرمن سوفي ګرګوار طبي ازموینې ښيي چې کورونا ده او د دوو اونیو لپاره به قرنطین وي.
مېرمن تروډو چې د چارشنبې په ورځ له لندن ستنه شوه، د کورونا ویروس نښې پکې ښکاره شوې.
کله چې له معاینې وروسته کورونا تایید شوه، نو ویې ویل: که څه هم د دې ویروس ناراموونکې نښې لرم، خو بېرته به په خپلو پښو ودرېږم.
مېرمن تروډو غوښتنه کړې چې له ناروغۍ یې خلک خبر شي او خپلې روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي.
اوس روغتیاپال له هغو کسانو سره اړیکه نیسي چې وروستیو کې یې له سوفي ګرګوار سره لیدلي دي.
د نوموړې له ازموینې وروسته لومړي وزیر هم ځان قرنطین کړ.
د ښاغلي ترډو دفتر وايي: د مېرمن ګرګوار حالت ښه دی او د ناروغۍ نښې یې هم مناسبې دي.
د لومړي وزیر حالت

د عکس سرچینه، Reuters
خپله د لومړي وزیر معاینه نه کېږي، ځکه چې په دې ویروس د اخته کېدو هیڅ نښه پکې نه ده لیدل شوې.
د ښاغلي تروډو دفتر وايي، له قرنطین سره به نوموړی د لومړي وزیر په توګه خپل کار کوي.
د ښاغلي تروډو بدني حالت هم مناسب بلل شوی دی.
ټاکلې ده، نوموړی سبا د کاناډا خلکو ته وینا وکړي.
کاناډا کې تر دا مهاله د کورونا نږدې ۱۰۳ پېښې تایید شوې دي.
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر کورونا شوی

له بلې خوا د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن هم یوه بیان کې وايي، چې کورونا نیولی دی.
نوموړی زیاتوي، کله چې د جمعې په ورځ ویښ شو، د بدن تودوخه یې لوړه او د ستوني درد یې درلود، ځکه یې سملاسي د روغتیا څانګې سره تماس کې شو.
نوموړی روغتون ته لېږدول شوی دی.








