امریکا کې کورونا؛ ۲۴ ساعتونو کې دوه زره کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ کې څه باندې ۱،۷ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوي او له یو لک ډېر کسانو بیا له دې امله خپل ژوند بایللی.
امریکا هغه هېواد دی چې په یوه شپه ورځ کې هلته له ۲۰۰۰ ډېر کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.
خو سپینه ماڼۍ وايي، دا شمېر په کمېدو دی.
د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په تېرو۲۴ ساعتونو کې امریکا کې ۲۱۰۸ کسان مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې د دې ویروس له کبله ټولټال تر اوسه ۱۸۶۹۳ کسانو خپل ژوند بایللی او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر بیا په دې هېواد کې څه باندې نیم میلیون ښودل شوی.
له دومره قربانیانو سره به امریکا ډېر ژر ایټالیا تر شا پریږدي. یاده دې وي چې په ایټالیا کې تراوسه کورونا وېروس ۱۸۸۴۹ کسان مړه کړي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ده داسې اټکل کړی و چې کېدای شي په دې هېواد کې شاوخوا یو لک کسان د دې ویروس له امله مړه شي، خو وايي دا مړینه یې پر وړاندې کمه ده.
ورته مهال کې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره د سپینې ماڼۍ د ډلې غړی ډاکټر ډیبورا برکس په وینا په هېواد کې ددې وبا خپرېدو پروړاندې ټینګه درېدا یوه ښه نښه ده.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ده داسې اټکل کړی و چې کېدای شي په دې هېواد کې شاوخوا یو لک کسان د دې ویروس له امله مړه شي، خو وايي "اوسنۍ مړینه یې پروړاندې کمه ده".
په ورته وخت کې برازیل د سویلي امریکا لومړنی هېواد شو چې د کورونا وېروس له امله پکې د مړو شمېر زرو ته ورسېد.
د جان هاپکېنز پوهنتون چارواکي وايي، د کورونا وېروس په دغه هېواد کې ۱۰۶۸ کسان وژلي او له شلو زرو ډېر پرې اخته دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د برازیل د روغتیا وزارت ویلي داسې نښې نښانې نشته چې له امله یې په راتلونکو څو اونیو کې دغه وېروس خپل وروستي اوج ته ورسیږي.
په سویلي امریکا کې د بي بي سي د خبریال، کیټي واټسن په وینا "داسې وېره شته چې دا وېروس له کنټرول بهر شي، په ځانګړي توګه غریبو سیمو کې لکه فاویلاس چې نفوس یې ډېر دی او پاکۍ ته هم پکې ډېر پام نه کیږي"
بل خوا په یمن کې هم د کورونا وېروس د لومړني مثبتې پېښې په تایید سره مرستندویه ادارو اندېښنه ښودلې چې له وړاندې هلته کورنیو جګړو ددې هېواد روغتیايي نظام ځپلی دی.
اکسفام وايي چې دا 'ویجاړونکی ګوذار' دی په داسې حال کې چې د ژغورنې نړيوالې کمېټې دا حالت احتمالي ناورین بللی.
یمن په نړۍ کې له بشري ناورین سره مخ دی او ددې هېواد میلیونونه وګړي د بهرنیو هېوادونو او ټولنو پر مرستوتکیه کوي.









