کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی

د عکس سرچینه، EPA
د نړۍ په لر و بر کې د کورونا وېروس مخنیوي په اروپا کې میلیونونه وګړي د تګ راتګ له سخت محدودیت سره مخامخ کړي دي.
په اسپانیا کې چې له برتانیا وروسته په کې د اروپا په کچه په کورونا ډېر اخته کسان دي، ټول ښاریان قرنطین شوي او یوازې د خوارکي توکو او درملو لپاره بهر ته د وتلو اجازه شته.
تر اوسه په اسپانیا کې ۲۸۸ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.
یوازې په تېرو ۲۴ ګړیو کې دوه زره نوي کسان په وېروس اخته شوي چې د ټول ټال اخته شویو کسانو شمېر ۷۷۵۳ ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې، جرمني هوډ کړی چې تر دوشنبې (مارچ ۱۶) پورې به له فرانسې، اتریش او سویس سره خپلې پولې وتړي.
فرانسې وړاندې د رسټورانونو، جواري خانو او سینماګانو د تړلو امر کړی و. اوس یوازې د ضروري سفرونو اجازه ورکوي، خو سیمه ییزې ټاکنې پکې روانې دي.


تر اوسه په دې هېواد کې ۴۴۶۹ کسان په کورونا وېروس اخته شوي چې ۹۱ یې مړه شوي دي.
په اتریش کې تر پنځو د ډېرو کسانو سره یوځای کېدو ته اجازه نه ورکول کېږي او ښوونځي او پلورنځي رخصت شوي دي.
په رومانیا کې په وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی او ښايي په دوشنبه په دې هېواد کې بېړنی حالت اعلان شي.
د چک لومړي وزیر هم دولت ته د ټول هېواد د قرنطین کولو وړاندیز کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې هېواد لا له وړاندې خپلې پولې تړلې دي. په چک کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۱ ته رسېدلی خو تر اوسه د کوم یوه د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.
په ایټالیا کې تر اوسه په دې وېروس ۲۱۱۵۷ کسان اخته شوي او ۱۴۴۱ مړه شوي دي. له دوشنبې ورځې به په دې هېواد کې عمومي قرنطین پیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان دوه ورځې مخکې کورونا یوه عمومي وبا اعلان کړې وه.









