بریتانیا د "اېچ ای وي" د مخنیوي درمل بازار ته وړاندې کوي

Prep pill

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پرېپ په نامه دا ګولۍ به له اپرېل میاشتې د برېتانیا بازارونو کې ترلاسه کېږي

د بریتانیا د عامې روغتیا چارواکو اعلان کړی دی چې له اپرېل میاشتې نه به د "اېچ ای وي " وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ځانګړي درمل بازار ته وړاندې کوي.

د پرېپ په نامه دا درمل که په ورځ کې یو ځل وخوړل شي نو د ناخوندي جنسي اړیکو پر وخت د اېچ ای وي وېروس د لېږدېدو مخه نیسي.

په سکاټلنډ او وېلز کې دا ګولۍ وار د مخه شته.

د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت وایي، دا ګولۍ کولی شي چې په لسو کالو کې د اېچ ای وي وېروس نوې قضیې ختمې کړي.

داسې اټکل کېږي چې په بریتانیا کې څه باندې سل زره کسان په اېچ ای وي وېروس اخته دي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بریتانیا کې څه باندې سل زره وګړي په اېچ ای وي اخته دي

مرستندویه ادارې وایي، بریتانیا کې د ناروغه کسانو له ډلې کابو ۷ سلنه یې خبر هم نه وي چې په دې وېروس اخته دي.

یاده دې وي چې پرېپ ګولۍ یوازې د اېچ ای وي وېروس پر ضد اغېزمنې دي، او د ناخوندي جنسي اړیکو پر وخت د نورو ناروغیو د لېږد مخه نه نیسي.

یو شمېر کسانو پر دې نویو ګولیو نیوکه هم کړې او وایي، که دا ګولۍ عامې شي نو خلک به د جنسي اړیکو پر وخت بې احتیاطي کوي او ښایي د کانډوم کارېدل کم شي.

دوی وایي، د داسې یو ذهنیت له کبله د نورو ناروغیو خپرېدو ته لاره هوارېدلی شي.