کورونا ویروس: چین کې د میندوارې نرسې ویډیو جنجال جوړ کړی

'ژاوو یوو'

د عکس سرچینه، Weibo/CCTV

د عکس تشریح، د میندوارې نرسې 'ژاوو یوو' په اړه ویډیو چې تېره اونۍ د چین دولتي رسنۍ یا "سي سي ټي وي" خپره کړې وه

په چین کې هغې ویډیو ګڼ منفي غبرګونونه پارولي چې پکې یوه مېندواره روغتیا پاله ددې هېواد د ووهان ښار په یوه روغتون کې د ناورغانو درملنه کوي.

دا ویډیو چې د دولتي رسنۍ "سي سي ټي وي" له لوري خپره شوې، د خپرولو هدف یې د ۹ میاشتو بارداره مېرمنې اتله ښودل بلل شوي.

خو برعکس د خواله رسنیو کاروونکو پردې سخته نیوکه کړې چې څنګه یوه میندواره مېرمن چې خپله له سخت حالت سره مخ ده، په داسې سختو شرایطو کې د کار لپاره ګمارل شوې.

د خواله رسنیو یوه کارکوونکي ویلي چې له دې مېرمنې نه د یوه تبلیغاتي الې په توګه کار اخیستل شوی.

په چین کې کورونا ویروس له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي چې ډېری قربانیان د دې هېواد د هوبي ولایت په ووهان ښار کې دي.

په چین کې کورونا ویروس له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي چې ډېری قربانیان د دې هېواد د هوبي ولایت په ووهان ښار کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په چین کې کورونا ویروس له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي چې ډېری قربانیان د دې هېواد د هوبي ولایت په ووهان ښار کې دي.

کورونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان پرې د "کووېد ۱۹" نوم اېښی، د تازه شمېرو له مخې په ټول چین کې شاوخوا ۷۵ زره کسان پرې اخته شوي دي. له چین پرته په نړیواله کچه ددې ویروس ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې چې ځینې کسان پکې مړه شوي هم دي.

دروغتیا پالې ویډيو څنګه په پروپاګند بدله شوه؟

د میندوارې نرسې 'ژاوو یوو' په اړه ویډیو چې تېره اونۍ د چین دولتي رسنۍ یا "سي سي ټي وي" خپره کړې وه، دا روغتیا پاله د وهان ښار په یوه پوځي روغتون کې کار کوي.

په ویډیو کې هغه ښکاري چې د روغتون ځانګړي کالي یې اغوستي او په روغتون کې ګرځي.

نوموړې لیدل کیږي چې یو ناروغ معاینه کوي او وروسته بیا د تبې ډیپارټمنت ته لېږل کیږي. ناروغ دغې نرسې ته وايي چې په داسې حالت کې چې میندواره ده باید کار ونه کړي ځکه دا ورته خطر پېښوي.

یوه بله ویډیو چې په دې اونۍ کې د دولتي رسنیو له لوري په ګانسو کې خپره شوه په کې ښکارېدل چې څو نرسانې چې سرونه یې خرول شوي و، ژاړي.

د عکس سرچینه، Weibo

د عکس تشریح، یوه بله ویډیو چې په دې اونۍ کې د دولتي رسنیو له لوري په ګانسو کې خپره شوه په کې ښکارېدل چې څو نرسانې چې سرونه یې خرول شوي و، ژاړي.

په ویډیو کې دغه روغتیا پاله مني چې کورنۍ یې د دې پر کار نیوکه کړې چې باید ویې نه کړي، خو وایي د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل مسولیت ترسره کوي.

خو ویډيو چې د دې اتلولي یې نندارې ته وړاندې کوله منفي غبرګون پارولی او برعکس خلکو ترې بله معنی اخیستې او پرې غصه شوي دي.

ډېری خلک تور لګوي چې د ویډيو خپروونکي غواړي له دې لارې د ځان لپاره پروپاګند وکړي.

د خواله رسنیو یوه کاروونکي ویلي: "ایا کولی شو دا پروپاګند بس کړو؟ چا پرېکړه وکړه چې دا ویډیو سمه ده؟ میندواره مېرمنې دې په لومړي کرښه کې نه وي."

یوه بل کس بیا په خپله تبصره کې ویلي: "دا څه دي، دا د سیاسي موخو لپاره یوه ننداره نه ده؟ د ۹ میاشتو مېندواره مېرمن د کار لپاره مه لېږئ."

دا یوازینۍ ویډیو نه ده چې ځینې خلک یې غوسه کړي.

یوه بله ویډیو چې په دې اونۍ کې د دولتي رسنیو له لوري په ګانسو کې خپره شوه په کې ښکارېدل چې څو نرسانې چې سرونه یې خرول شوي و، ژاړي.

ویډيو کې واضح شوې وه چې د ښځینه نرسانو سرونه د دې لپاره خرول شوي وو چې دوی وکړی شي د ناروغانو د درملنې پر وخت په اسانۍ د کارځانګړې جامې واغوندي.

خو یو شمېر خلکو پردې دلیل شک ښودلی و او پوښته یې کړې وه چې د دې کار لپاره د دوی د سر خرییلو پرځای ولې د دوی ویښتان نه کمېدل؟ ځینو بیا ویلي و چې ولې د نارینه داسې ویډيو نه وه خپره شوې.

بل خوا "ښځینه کارګرانې وګورئ' په نوم هشټګ (#SeeingFemaleWorkers) هم په پراخه توګه د چین په خواله رسنۍ ويبو (Weibo) کې کارېدلی چې هدف یې په لومړۍ لیکه کې د ښځو ونډې ښکارول دي.

د دې رسنۍ یوه کاروونکي بیا لیکلي:"مسلک، باور، وفاداري او ځواک د ویاړ وړ خصوصیات دي، مېرمنې دومره لویې او د وړتیا څښتنانې نه دي چې خپل لوی وېښتان وخریې."