چین: د کورونا ویروس خپریدل کابو شوي

د عکس سرچینه، EPA
د چین چارواکي وايي، د کورونا ویروس یا کووید -۱۹ "په ټولیزه توګه کنټرول" شوی دی. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هوبي ولایت نه بهر په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱ ورځو راهیسې په پرله پسې ډول کم شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي له چین څخه بهر په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر نه دی تر سترګو شوی.
ښاغلي وانګ وویل چې له ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر هم د پام وړ لوړ شوی دی.
چینايي چارواکو منلې چې تر ۲۵۰۰ ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي چې له کبله يې د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په چین کې یې د دې ویروس د خپرېدو په اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.
د دغه سازمان کارپوهان او څېړوونکي له امریکايي متخصصانو سره چین ته تللي چې د دې ویروس د خپراوي پر څرنګوالي څېړنې وکړي.
په همدې حال کې چین امر کړی چې د دې هېواد پلازمینې بیجینګ ته ورتلوونکي کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږي او له دې پریکړې سرغړونکو ته یې د سزا ګواښ کړی دی.
د چین دولت دا تدبیرونه د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار وروسته له هغه نیولي چې تر اوسه يې هلته نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.
کورونا یا کووېډ- ۱۹ ویروس لومړی ځل د چین پلازمېنې ترڅنګ د هوبي ولایت له ووهان ښاره خپور شوی.









