امریکا د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړل

امریکایي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ له سیمې د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده

له سوریې رپوټونه وایي چې امریکایي ځواکونو د دې هېواد په شمال کې له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې سیمو نه وتل پیل کړي دي. د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به ترکیې ته لار هواره شي چې دې سیمه کې کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړي. کردانو د امریکا دا ګام غندلی.

په سیمه کې کردي ځواکونه تر دې دمه د امریکا له پوځي ملاتړه برخمن وو او دواړو په ګډه هلته د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو ته ماتې ورکړه.

خو ترکیه دغه کردي جنګیالي ترهګر بولي او هوډ لري چې پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي. کردي جنګیالیو ویلي، د امریکا دې ناڅاپي ګام حیران کړي، او واشنګټن یې په غدارۍ تورن کړی.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیمې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده او ټینګار کوي چې دا بې معنا جګړې باید نور پای ته ورسېږي.

د ولسمشر ټرمپ دا ګام د امریکا بهرنیو پالیسۍ کې د یو بدلون نښه ده، او ویل کېږي چې د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ له دې پرېکړې خوښ نه دي.

ترکیه

د عکس سرچینه، AFP

یکشنبه ناوخته سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، امریکا به د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندې د ترکیې ځواکونو په نظامي عملیاتو کې هېڅ رول ونه لوبوي.

د دې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې له دې سره به ترکیه په سیمه کې د داعش د بندیانو مسووله شي. ترکیه غواړي ددې عملیاتو په ترڅ کې د سوریې هغه کردان له خپله پولې پر شا کړي چې انقره یې ترهګر بولي.

ترکیه وايي، همداراز غواړي له سوریې سره د پولې په اوږدو کې شاوخوا دوه میلیونه سوریايي کډوال په خوندي زون کې ځای پرځای کړي.

د امریکا تازه څرګندونې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغو ټیلیفوني خبرو ته غبرګون دی چې له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره یې کړې وې او په سوریه کې یې د خوندي سیمې په رامنځته کولو کې د امریکا د پاتې راتلو له امله اندېښنه ښودلې وه.

ترکیه ادعا کوي چې د خوندي سیمو په جوړلو کې امریکا بې پروا ده.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي: "ترکیه به ژر له خپل اوږد نظامي پلان سره د سوریې شمال ختیځ لور ته حرکت وکړي. امریکایي ځواکونه به یې نه ملاتړ وکړي او نه به هم پکې برخه واخلي. امریکايي ځواکونو چې د داعش خلافت یې مات کړ، نور به په سیمه کې حضور ونه لري."

کوردان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کردانو د خوندي سیمو جوړولو په اړه د ترکیې د پلان پروړاندې لاریونونه کړي

خبرپاڼه زیاتوي، ترکیه به همداراز د داعش د هغو بنديانو مسوولیت پرغاړه واخلي چې تېر دوو کلونو کې نیول شوي دي:

"د امریکا حکومت، فرانسه، جرمني او نور اروپايي هېوادونه هڅولي چې خپل هغه وګړي بېرته ومني چې له داعش جنګیالیو سره یوځای شوي و، خو دوی انکار کړی او دوی یې بېرته نه غواړي.امریکا به نور د اوږدې مودې او د امریکايي مالیه ورکونکو لوړ لګښت له امله دوی ونه ساتي."

کردان له کوم ځایه راغلي؟

کردانو د تاریخ په اوږدو کې کوچیانی ژوند درلود او د بین النهرین (دجلې او فرات سيندونو ترمنځ) په هوارو سیمو کې د پسونو او وزو په ساتلوبوخت وو.

په دغې سیمې کې اوس د ترکېې سهیل ختیځ، د سورېې شمال ختیځ ، شمالي عراق، د ایران شمال لوېدیځ او د ارمنستان سهیل لوېدیځ سیمې شاملې دي.

اوس کردان یوه ځانګړې ټولنه ده، چې له نژاد، کلتور او ژبې له پلوه یوه واحده ډله ده خو ټول د ژبې کومه واحده معیاري لهجه نه لري.

اکثریت يې سني مسلمانان دي خو یو شمېر نور مذهبونه او عقیدې هم په کې شته دي.