ترکیه: درې میلیونه وګړي د سوریې خوندي سیمې ته ستنېدلی شي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، درې میلیونه سوريایي کډوال د سوریې شمال کې خوندي سیمې ته ستنېدلی شي.
نوموړي ویلي، دا سیمه د امریکا په همکارۍ جوړېږي.
وړاندې کرد جنګیالي له ترکي پولې سره څېرمه د سوریې له ځینو سیمو شا ته شول.
ترکیه کردي وسله والې ډلې ترهګرې بولې.
اردوغان دا څرګندونې په انقره کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره تر کتنې وروسته کړې دي.
د بي بي سي خبریال الن جانسن وايي، تر اوسه کردانو د اردوغان پر دغه پلان کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو داسې اټکل کېږي چې ښايي رد یې کړي.
د روانې میاشتې لومړیو کې ترکیې خبرداری ورکړی و که د سوریې په شمال کې د خوندي سیمې لپاره د نړیوالو ملاتړ ترلاسه نه کړي، نو اروپا ته به د سوري کډوالو د ورتګ لپاره لار پرانیزي.
ترکیه کې د سوریې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوې کورنۍ جګړې له کبله تر ۳٫۶ میلیون ډېر تښتېدلي سوري وګړي مېشت دي.
له شمالي ادلب نه لسګونه زره ولسي وګړي تښتېدلي. پر دغه سیمه د حکومت مخالفې وسله والې او جهادي ډلې واکمنې دي.
له اروپايي ټولنې سره د ۲۰۱۶ کال د هوکړې پربنسټ، ترکیې اروپا ته د کډوالو د څپو درولو لپاره ټینګ تدابیر ونیول او یو ډول محدودیتونه یې ولګول.
په هوکړه کې د اروپا له لوري دا ژمنه هم شوې وه چې ترکیې ته به د کډوالو د کوربتوب لپاره شپږ میلیارد یورو (۶٫۶ میلیارد ډالر) ورکوي.
اردوغان ویلي، هېواد یې تر اوسه یوازې درې میلیارده ډالر ترلاسه کړي، خو اروپايي ټولنه وايي، ترکیې ته یې ۵٫۶ میلیارد یورو ورکړي دي.








