د نړۍ تر ټولو ګران بیه او ارزان بیه ښارونه کوم دي؟

پاریس چې پروسږ کال دغه لیست کې دویم و، سږ کال د اروپا له هغو څلورو ښارونو یو دی چې د لیست لسو ګرانه بیه ښارونو کې راځي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، پاریس چې پروسږ کال دغه لیست کې دویم و، سږ کال د اروپا له هغو څلورو ښارونو یو دی چې د لیست لسو ګرانه بیه ښارونو کې راځي.

د فرانسې پلازمېنه پاریس د سنګاپور او هانګ کانګ تر څنګ د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونو د لیست په سر کې ځای موندلی دی. د اقتصادي ځېرکتیا کلنۍ سروې رپوټ په ۳۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې درې ښارونه یو ځای د لیست سر ته رسېږي.

پاریس چې پروسږ کال دغه لیست کې دویم و، سږ کال د اروپا له هغو څلورو ښارونو یو دی چې د لیست لسو ګرانه بیه ښارونو کې راځي.

دغه سروې کې د ۱۳۳ ښارونو تر منځ د خوړو، څښاک، ټرانسپورټ، برېښنا، ګاز او کورونو کرایې په ګډون ۱۶۰ څېزونو بیې پرتله شوې دي.

ماهرینو د سروې له مخې په دغو ښارونو کې د بیو پورته کېدل یا ټیټېدل د امریکا نیویارک ښار له بیو سره پرتله کړې چې سمبولیک معیار بلل شوی دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د پاکستان کراچۍ د ارزان بیه ښارونو په لیست کې شامل دی

د سروې یو هدف دا دی چې شرکتونو د سوداګریزو موخو لپاره د سفر کونکو یا نورو سیمو کې د اوسېدونکو د ژوند چارو لګښتونه وشمېري.

د سروې ماهرین وايي، ګڼ شمېر ځایونه د جګړو، سیاسي یا اقتصادي بحرانونو له کبله ځپل شوي دي او پکې د اوسېدونکو د ژوند معیار ټیټ شوی دی، چې وینزویلا کاراکس ښار او د جګړې ځپلې سوریې پلازمېنه دمشق یې بېلګې دي.

نړۍ کې لس تر ټولو ګران بیه ښارونه

  • سنګاپور (سنګاپور)
  • پاریس (فرانسه)
  • هانګ کانګ (چین)
  • زېوریخ (سویټزرلنډ)
  • جنېوا (سویټزرلنډ)
  • اوساکا (جاپان)
  • سیوول (سویلي کوریا)
  • کوپن هاګن (ډنمارک)
  • نیویارک (امریکا)
  • تل ابیب (اسرائیل)
  • لوس انجلس (امریکا)

دمشق د ارزان بیه ښارونو د لیست په پای کې ځای لري.

کاراکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کاراکس تر ټولو ارزان بیه ښار بلل شوی دی

د سږ کال په لیست کې د پیسو پاړسوب (انفلاسیون) یا د پولي واحد ارزښت کموالی هم د ژوند پر معیار اغېزکونکی عنصر بلل شوی دی، چې د کارپوهانو په خبره د ارجنټاین، ترکیې، برازیل او وینزویلا ځینو ښارونو کې یې د اوسېدونکو پر لګښت اغېز کړی.

د وینزویلا چې پروسږ کال پکې انفلاسیون ۱۰۰۰،۱۰۰۰ سلنې ته ورسېد او حکومت اړ شو نوي کرنسي نوټونه چاپ کړي، د ارزان بیه ښارونو د لیست لومړي سر کې ځای لري.

په دغه ښار کې تېر کال د دسمبر میاشتې یوه اونۍ کې د یوې پیالې کافي بیه ۴۰۰ بولیوارز یا صفر اعشاریه ۶۲ ډالره پورته شوه. د سوریې دمشق د نړۍ ارزان بیه ښارونو کې دویم ځای لري.

د نړۍ لس تر ټولو ارزان بیه ښارونه

  • کاراکس (وینزویلا)
  • دمشق (سوریه)
  • تاشکند (ازبکستان)
  • الماتا (قزاقستان)
  • بنګلور (هند)
  • کراچۍ (پاکستان)
  • لاګوس (نایجریا)
  • بیونس ایرس (ارجنټاین)
  • چنای (هند)
  • نوی ډیلی (هند)