نړۍ کې د استوګنې له پلوه ډېر ښه او ډېر بد ښارونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټولنیز، سیاسي او امنیتي ټیکاو، روغتیا او ښوونې ته لاسرسی د ښارونو درجه بندۍ کې مهم رول لري.

د ایکانومېسټ مجلې د اطلاعاتو څانګې د کلنۍ نړیوالې سروې د ۲۰۱۸ کال د موندنو له مخې د اتریش پلازمېنه ویانا د استوګنې لپاره د نړۍ له بل هر ښار تر ټولو ښه او د سوریې پلازمېنه دمشق د استوګنې له پلوه د نړۍ له بل هر ښار بد بلل شوی دی.

په سږنۍ سروې کې د اتریش پلازمېنه ویانا د اسټرالیا له ملبورن ښار مخکې شوې او د استوګنې لپاره د نړۍ تر ټولو ډېر وړ ښار بلل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ایکانومېسټ د اطلاعاتو څانګې کلنۍ نړیواله سروې کې یو اروپايي ښار سر ته خېژي.

په دې سروې کې د نړۍ ۱۴۰ ښارونه د مختلفو اړخونو له مخې ارزول شوي لکه سیاسي او ټولنیز ټیکاو، جرم، ښوونه او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی.

په سروې کې د برتانیا مانچسټر له بل هر اروپايي ښار ډېر پرمختګ کړی او له ۱۶ ښارونو درجه کې پورته کېدو سره یې ۳۵ ځای خپل کړی دی.

مانچسټر دې پرمختګ سره ۱۳ درجې له لندن هم پورته شوی دی.

دا له دوو لسیزو راهیسې چې دغه سروې پیل شوې د دې دواړو ښارونو ترمنځ تر ټولو لوی واټن دی.

ایکانومېسټ وايي، د مانچسټر دا لوی پرمختګ د دغه ښار د ښه امنیت له امله دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملبورن پخوا اووه ځلې تر ټولو مخکې او اول درجه ښار و، خو اوس دویم شوی دی.

تېر کال پر مانچسټر لوبغالي د برید له امله چې ۲۲ کسان پکې ووژل شول، دغه ښار ته د ټیټې درجې ور کولو له امله نیوکې شوې وې.

د سږنۍ سروې سمونګره یا ایډیټره روکسانه سلواچیوا وايي، مانچسټر له هغه لوی ترهګریز برید- چې ټیکاو یې ور خراب کړی و- بریالی وتلی دی.

د سروې له مخې تېر کال د نږدې نیمايي ښارونو د اوسېدو وړ کچه کې ښه والی راغلی دی.

ملبورن چې سږ نړیواله درجه کې دویم دی تېرو پرلپسې اوو کلونو کې اول و.

دوه نور اسټرالیايي ښارونه سیډني او ادلید د دې سروې د سږ کال لسو غوره ښارونو کې دي.

په بل اړخ کې د سوریې جنګ ځپلې پلازمېنه دمشق تر ټولو لږ د اوسېدو وړ ښار بللی شوی او ور پسې د بنګله دېش ډاکه او د نایجریا لاګوس هم په دغه برخه کې ور سره نږدې دي.

ایکانومېسټ وايي، جرم، ولسي نارامي، ترهګري او جګړه د استوګنې له پلوه د خورا ډېرو بدو و ښارونو درجه کې مهم رول لري.

پر ۲۰۱۸ کال د استوګنې ډېر وړ ښارونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملبورن کې د اس ځغلولو سیالۍ یو لوبغالی
  • ویانا د اتریش
  • د اسټرالیا ملبورن
  • د جاپان اوساکا
  • د کاناډا کالګرې
  • د اسټرالیا سیډني
  • د کاناډا ونکوور
  • د جاپان توکیو
  • د کاناډا ټورنټو
  • د ډنمارک کوپنهاګن
  • د اسټرالیا ادلید

پر ۲۰۱۸ کال د استوګنې ډېر لږ وړ ښارونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې پلازمېنه دمشق تر ټولو بد ښار بلل شوی دی.
  • د سوریې دمشق
  • د بنګله دېش ډاکه
  • د نایجریا لاګوس
  • د پاکستان کراچۍ
  • د پاپوا نیوګیني پورټ مورسبې
  • د زیمبابوې هرارې
  • د لیبیا تریپولي یا طرابلس
  • د کامرون داوولا
  • د الجزایر الجزایر
  • د سنیګال ډاکار