ناروې د ګردې نړۍ تر ټولو خوښ هېواد

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو ادارې د رپوټ پربنسټ ناروې د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد بلل شوی دی.
ډنمارک، آیسلېنډ، سويتزرلنډ او فېنلنډ پنځه خوښ هېوادونه دي، خو د مرکزي افریقا جمهوريت تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی.
د ۲۰۱۷ کال په دغه درجه بندۍ کې افغانستان ۱۴۱ ځای لري او په سیمه کې د متحده عربي اماراتو خلک خوښ خلک بلل شوي چې ۲۱ ځای ورکړل شوی، خو سوریه د ۱۵۲ نمبر په اخیستو بیا تر لږ خوښي لرونکی هېواد ګڼل شوی.
قطر ۳۵م، سعودي ۳۷م، کویت ۳۹م او بحرین ۴۱م خوښ هېواد بلل شوی او یمن ۱۴۷م شمېره لرونکی خوښ هېواد دی.
لیبیا ۶۸ نمبر ګټلی، خو ویل شوي چې تر ترکیې (چې ۶۹ شمېره یې ګټلې) خوښ دی، هانګ کانګ ۷۱م، اندونیزیا ۸۱م، یونان ۸۷م، او پرتګال ۸۹م نمبر خوښ هېوادونه بلل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې رپوټ کې عمان نه دی راوستل شوی.
دا راپور د هغو معلوماتو پربنسټ لیکل شوی، چې په هر هېواد کې د اوسېدونکو وګړو څرګندونې کړې دي.
په راپور کې تر ډېره ازادي، روغتیا، هوساینه او ټولنیزه وړتیا په پام کې نیول شوې ده.


د عکس سرچینه، Getty Images








