د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي

ریکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ریکي هټن په شان پیاوړي خلک هم ځینې وخت له سختو رواني ناروغیو کړېږي.

د سوک وهنې یا بوکس مینه وال د ریکي هټن له نوم سره هرو مرو اشنا دي. دی په برتانیا کې د خپل وخت یو تر ټولو پیاوړی سوک وهونکی بلل کېده، او په خپل وزن کې نړیوال اتل هم پاتې شوی.

د لوبو د نړۍ د ستورو یا پېژندل شویو څېرو په اړه یو عام نظر دا دی چې خوشحاله خلک دي. ښې پرېمانه پیسې لري. د مینه والو حساب یې نشته.

هوسا ژوند کوي او هېڅ څه یې نه کړوي. خو که د ځینو لوبغاړو شخصي ژوند ته له نژدې وکتل شي، ځینې وخت کیسه بدله وي.

همدا پیاوړي لوبغاړي چې د سیالۍ په میدان کې خپل ځواک او وړتیا ښیي، ځینې وخت له سختو رواني ناروغیو کړېږي. ریکي هټن خپله کېسه کوي او وايي "څو څو ځله مې هڅه وکړه چې ځان ووژنم. له تمرین یا لوبې نه به چې راستون شوم نو زړه به مې تنګ و. د شپې به شرابخانې ته ولاړم. بیا به کور ته راغلم. چاړه به مې راواخیسته او په تیاره کې به ناست وم. په چیغو چیغو به مې ژړل. "

ریکي هټن وایي، ټول عمر له ژور خپګانه کړېدلی. خو داسې یو وخت هم راغی چې نور یې زغم له لاسه ورکړ. دی وایي، خپګان یې هغه وخت د لیونتوب تر بریده ورسېد چې د خپل یو سخت سیال پر وړاندې یې په لوبه کې ماته وخوړه.

ریکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریکي هټن وايي، داسې یو وخت راشي چې تاسې له صحنې ووځئ. یو بل څوک ستاسې پر ځای نوی اتل شي او بیا مینه وال په هغه پسې شي.

ځينې وخت همدا شکست یا ناکامي، د لوبغاړو لپاره د زغملو نه وي. بکلې هېڅ یې باور نه راځي چې دوی ماته خوړلې. ریکي هټن څه موده وروسته له سوک وهنې لاس په سر شو. خو له ژور خپګانه بیا هم خلاص نه شو.

دی وايي "سوک وهنه او لوبه یو وخت زما ژوند و. هغه تشه به هېڅ کله هم ډکه نشي. تاسې خپله فکر وکړئ. یو وخت لوبغالي ته داخلېږئ، شپېته زره کسان مو په لوړ غږ نوم اخلي. خلک درته لاسونه پړکوي، عکسونه درسره اخلي. بېخي یو افسانوي حالت وي. خو بیا داسې یو وخت راشي چې تاسې له صحنې ووځئ. یو بل څوک ستاسې پر ځای نوی اتل شي او بیا مینه وال په هغه پسې شي. تاسې نو بیا څلورو دېوالونو ته پاتې کېږئ ".

هټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی هټن له رواني ناروغیو د خلاصون ښه لار، له نورو سره خبرې اترې بولي.

او همدا یوازې پاتې کېدل دي چې د ډېرو لپاره د زغملو وړ نه وي. د یوه انسان په ژوند کې دومره لوی بدلون، ډېر وخت رواني ستونزې پیدا کوي. خو ریکي هټن وایي، د خلاصون تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې باید په زړه کې خبره غوټه نشي. باید تاسې یو چا ته د زړه حال ووایئ او دا ومنئ چې اوس مو ژوند بدل شوی. همدا د ژور خپګان تر ټولو ښه درملنه ده.