موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

د عکس سرچینه، Thinkstock
یوه نوې څېړنه وايي، له ملفون یا موبایل ټیلېفون ترلاسه کېدونکو مالیکولونو د هغه د څښتن د روغتیا او ژوند د ډول پته لګېږي.
په کلیفورنیا کې ساینسپوهان وايي، د ۴۰ کسانو د ملفونونو له ارزولو یې کافین، د دېګ مسلو، د پوټکي د خوندیتوب کریم او ژور خپګان د درملو په ګډون د مختلفو شیانو پاتې شوني ترلاسه کړي دي.
کله چې موږ پر یو شي لاس وهو، نو د مالیکولونو، کیمیاوي موادو او باکتریا په ګډون ډېر شیان ملفون ته لېږدول کېږي.
د څېړنې له مخې له لاس مینځلو سره سره ملفون ته د مختلفو شیانو د لېږد مخنیوی نشي کېدلی.
د کلیفورنیا پوهنتون څېړنډلې د ۴۰ کسانو پر موبایل ټیلېفونونو او لاسونو له ۵۰۰ د ډېرو شیانو بېلګې ټولې کړې دي.
له هغه وروسته یې د دې مالیکولونو د ډیټابېس په پېژندلو سره د هر موبایل ټیلېفون د کارن د ژوند د ډول پروفایل جوړ کړ.
اټکل کېږي چې د انسان له پوټکي او خولو هم څو مالیکولونه ملفون ته لېږدول کېږي.
له میاشو د بچ کېدلو دوا او د لمرینو سترګیو اغېز هم پر ملفون تر ډېر مهال پاتې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېر کې هم یوې څېړنې ښودلې وه چې کوم کسان تر دریو ورځو استوګن نه وي پر پوټکي یې د هایجین په ګډون د نورو تولیداتو پاتې شوني تر ډېر وخت پاتې کېږي.
د څېړونکو په خبره، دې څېړنې ښودلې چې د ملفون د څښتن د ګوتې له نښو پرته هم د هغه پته لګېدلی شي.
هغوی وايي، دا څېړنه دا هم معلوموي چې که ملفون لرونکی ناروغ وي، نو دارو یې خوړلي او که نه.
د څېړنډلې غړي وايي، په منځني ډول د یو انسان په پوټکي لږ تر لږه زر میکروبونه وي.








