د برازيل په يوه زندان کې يوه پيشو نيول شوې چې يوه کوچنۍ آره، د برمې غاښونه او يو موبايل ټېلېفون يې لېږدول.
دغه کار د نوي کال په ورځ په شمالي ښار اراپيراکا کې شوى دى.
د زندان ساتونکي له لوى ورۀ نه د پيشو تېرېدو حيران کړي وو. له سمې پلټنې وروسته يې له هغې سره ټول هغه څه وموندل چې يو بندي ورته د تېښتې لپاره اړتيا لري.
پيشو د څارويو د ژغورنې په يوه مرکز کې تر څارنې لاندې ده.












