ولې خلک په ټوولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي؟

عیب دا نه دی چې ولې ښکنځل کېږي، عیب دا دی چې ښکنځل بد نه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، عیب دا نه دی چې ولې ښکنځل کېږي، عیب دا دی چې ښکنځل بد نه ګڼل کېږي.
    • Author, شفیقه خپلواک
    • دنده, کابل

زه او زما ملګرې خوږې یوه ورځ د یوې مشهورې ښځې پر فیسبوک پاڼه تبصرې لوستې. په هغې سر وګرځېد، زما تبه شوه. موږ دواړو دومره زړه نه شو کولی چې ځینې خبرې تر پایه ولولو.

خو هغه خلک دومره زړور وو، چې دا یې د ټولو مخکې لیکلې وې.

یوه ورځ د ښوونځي درسي ساعت و. له ټولګیوالې سره مې په کتابچه کې له ښوونکې پټ لیکل کول. خو هغه راباندې پوه شوه. کتابچه یې رانه کش کړه.

دا مو د پښتو معلمه وه. دې به د لیکوالو او شاعرانو پېژندګلوي چې تقریبآ درې څلور مخه به وه او نیمايي به اضافي خبرې وې راباندې له یاده کولې.

کومه ځانګړې ګټه یې هم نه لرله.

یو وار مې وړاندیز ورته وکړ. خو دې راته ویل دا دې د بابا کور نه دی چې فرمایش ورکړې. څه چې وایم منه یې.

ښوونکې راباندې چېغه کړه.

کتابچه پاڼې، پاڼې پر ځمکه ولویده.

کله چې واړه خبرې پېلوي، لومړي ټکي همدا ورزده کیږي چې پلانکي اکا ته ښکنځل وکړه او دا بل ته پیښې وکړه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، کله چې واړه خبرې پېلوي، لومړي ټکي همدا ورزده کیږي چې پلانکي اکا ته ښکنځل وکړه او دا بل ته پیښې وکړه.

موږ سترګې د ټولګي په غوولې ګنډلې وې.

د دې چې څه په خوله راتلل راته ويې ویل.

زما غوسه

کور ته چې راغلم د ټولګیوالو څیرې مې سترګو ته دریدې چې رخصتي کې یې د معلمې خبرې راته تکرارولې.

د اوبو ګېلاس مې په ټلویزیون وویشت. دواړه ذرې، ذرې شول.

کوچني ورور مې راته وویل چې ولې مې داسې وکړل. ما هغه وښکانځه. وروسته چې مې بیا په خپلو سپکو خبرو باندې فکر کاوه شاید سم نیمې یې د هغې ښوونکې د خولې خبرې وې.

عموما مو لویان څومره چې واړه سپکوي هغومره ځانونه درانه ورته ښکاري، څومره چې یې خوله کې وهي، غلي کوي یې هغومره ځانونه پیاوړي احساسوي.

خو دوی باید پوه شي چې هېڅکله د بل سپکولو کې دروند والی نه شته او نه هم د نورو په ځپلو کې پیاوړتیا.

کله چې واړه خبرې پېلوي، لومړي ټکي همدا ور زده کیږي چې پلانکي اکا ته ښکنځل وکړه او دا بل ته پیښې وکړه.

دا خپله له همدې فرد سره تر ډېره پاتې کېږي او دوی په دې فکر وي چې ګوندې مناسب کار دی.

د عکس سرچینه، Getty

عیب دا نه دی چې ولې ښکنځل کېږي، عیب دا دی چې ښکنځل بد نه ګڼل کېږي.

کله چې یوه مور یا پلار لومړۍ خبره همدا ور زده کوي، یوه ښوونکې هغسې بې پروا دا وړ خبرې کوي. نور به یې طبعاً عیب ونه بولي.

یو بل دلیل یې شاید دا وي چې په خواله رسنیو کې بې له کومې ويرې خلک له هر ډول وګړو سره اړیکه پالي.

مثلا دوی په ټولګي کې وړاندیز نه شي کولی خو شاید په فیسبوک کې هغه ښوونکي چې د دوی په ګومان سم نه چلیږي ويې ښکنځي.

یا خپله خبره زړوره وکړي.

یانې یو قانون یا فرد نه شته چې ویره ترې ولري.

که څه هم زه د ویرې له دې قانون سره هېڅ جوړه نه یم. زه په دې باور یم چې ویره نه شي کولی یوه سوله يیزه فضا رامنځ ته کړي بلکې باید د وګړو د وجدان غږ ژوندی وي.

د ویرې سیسټم همدا د مور پلار او ښوونکو مسله ده چې سترګې یې پناه شي غوسه له نورو باسي.

د هغې خبرې چې همدا پیاوړي کسان یې نه غواړي واوري، مخه نه نېول کیږي بلکې شاید لا بده بلا شي.

بدل فکر، بد فکر

يوه ارواپوه ویلي د انسانانو هغه غوښتنې چې پوره نه شي، لاشعور کې یې غوټه کېږي. زه فکر کوم که همدا غوټه پسې پاتې شي په یوه ټپ باندې بدلېدی شي.

مثلا که زما ښوونکې ماته غوږ نېولی وای، زما ستونزه یې درک وای، نه به مې له ورور سره هغسې چلند کاوه او نه به هم ګېلاس او ټلویزیون ماتېدل.

د عکس سرچینه، Getty

زما غوښتنه همدا وه چې دا زما خبره واوري. دې وانه وریده زه اړه شوم دا ستونزه مې ټولګیوالې ته ووایم.

که خلکو ته په کورونو او ښوونځیو او نورو ځایونو کې موقع ورکړل شي چې وغږیږي دوی خپله بحث او د نورو نظر ته درناوی زده کوي.

باید په دې پوه شو چې مخالف نظر د دښمني په مانا نه دی همدا توپېرونه دي چې نوښتونه زیږوي. دا چې یو څوک له ما بدل فکر کوي لازمه نه ده بد دې وبلل شي.

خپل نظر په نورو منل

استاد مجروح په خپل یوه کتاب کې لیکلي و: دوه ‌ډوله بحثونه کېږي.

یو هغه وي‌ چې هڅه کېږي خپل نظر په نورو ومنل شي، دوهم ډول یې غواړي یو نوی فکر وپنځوي.

زه چې عموما د خواله رسنیو بحثونه ګورم لومړۍ بڼه لري.

هر یو هڅه کوي ځان سم وبولي او خپله خبره په نورو ومني. ان ځینې هغوی چې په تول یې پوره بللی شو او د همدې رسنیو شخصیتونه دي.

زغم

بله ستونزه زموږ د سیاسي ستونزو او جګړې هم ده.

جګړې یوازې زموږ له ډېرو هېوادوالو پښې او لاس نه دي اخیستي بلکې زغم، مهرباني، درناوی يې هم ځپلي دي.

زه په دې باور یم چې موږ دوه ډوله اړیکې تجربه کوو. یوه مو هغه اړیکه ده چې له ځان سره یې لرو. دا مو فردي ازادي ده. زموږ هره هغه خبره او عمل چې د نورو په ژوند اغېز نه کوي زموږ شخصي دی.

خو کله چې مو یوه جمله یا کړنه په نورو تاثیر کوي دلته بیا په ځینو مسوولیتونو او نزاکتونو مکلف یوو.

غوسه یو احساس یا هم شاید یوه غریضه وي.

لکه خوشالي، خپګان او نورو.

غوسه هم همداسې یوه اړتیا ده.

خو دا چې زموږ همدا غوسه دې نور وځپي بیا مضره ده.

د نارینه ژړا

زما خور ډېر کله راته وايي. نارینه ځکه ډېر په غوسه کېږي او ښکنځل کوي چې ژاړي نه.

وايي ښځې چې وژاړي د زړه بړاس یې ووځي، خو دوی له دې نعمته بې برخې دي. هغوی مجبور دي زړه سپک کړي.

که د نارینه ژړا بې غیرتي ونه بلل شي شاید د ښکنځلو کچه راټېته شي.

د خواله رسنیو ځینې فعال شخصیتونه هم کله، کله دا هېروي چې څه ډول خلکو ته مخاطب دي.

د پاچا خوب

یوه کیسه ده: پاچا خوب لېدلی و چې په توره یې یوه، یوه ګوته ترې غوڅیږي.

تعبېرونکي یې را وغوښتل لومړي کس وویل:

''د پاچا د کورنۍ ټول غړي به مړه کېږي. بیا به دی پسې مري.'' دا کس يې اعدام کړ.

دوهم یې وویل: ـ

''پاچا به د خپلې کورنۍ له نورو غړو ډېر عمر کوي.''

ده ته یې جایزه ورکړه.

خبره یوه ده خو بڼې یې جلا جلا. نو که همدا د خواله رسنیو شخصیتونه خپلې خبرې شمېرلې وکړي، ګام په حساب واخلي شاید له دې ډول خبرو په امان پاتې شي.

د غوسې کنټرول

که تعلیمي نصاب ته داسې مواد ورزیات شي چې خلکو ته ورزده کړي څرنګ تور او سپین سره بېل کړي، غوسه څرنګ کنټرول کړي او نور.

کورنۍ مو له خپلو اولادنو سره مناسب چلند وکړي. د دوی او خبرو درناوی یې وشي او ښوونکي مو له زغمه کار واخلي شاید د افغانانو سینې هم پراخې شي.

او کله چې مو زغم درلود، په سړه سینه مو پرېکړې کولې ممکن د ژوند حالت مو ښه شي او د ښکنځلو پر ځاى ان هغه څه ته ، چې ستاسو له زړه او ذهن سره سم نه دي، هم په استدلال او منظق ځواب غوره وبولئ.