تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو ګران بیه او ارزان بیه ښارونه کوم دي؟
د فرانسې پلازمېنه پاریس د سنګاپور او هانګ کانګ تر څنګ د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونو د لیست په سر کې ځای موندلی دی. د اقتصادي ځېرکتیا کلنۍ سروې رپوټ په ۳۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې درې ښارونه یو ځای د لیست سر ته رسېږي.
پاریس چې پروسږ کال دغه لیست کې دویم و، سږ کال د اروپا له هغو څلورو ښارونو یو دی چې د لیست لسو ګرانه بیه ښارونو کې راځي.
دغه سروې کې د ۱۳۳ ښارونو تر منځ د خوړو، څښاک، ټرانسپورټ، برېښنا، ګاز او کورونو کرایې په ګډون ۱۶۰ څېزونو بیې پرتله شوې دي.
ماهرینو د سروې له مخې په دغو ښارونو کې د بیو پورته کېدل یا ټیټېدل د امریکا نیویارک ښار له بیو سره پرتله کړې چې سمبولیک معیار بلل شوی دی.
د سروې یو هدف دا دی چې شرکتونو د سوداګریزو موخو لپاره د سفر کونکو یا نورو سیمو کې د اوسېدونکو د ژوند چارو لګښتونه وشمېري.
د سروې ماهرین وايي، ګڼ شمېر ځایونه د جګړو، سیاسي یا اقتصادي بحرانونو له کبله ځپل شوي دي او پکې د اوسېدونکو د ژوند معیار ټیټ شوی دی، چې وینزویلا کاراکس ښار او د جګړې ځپلې سوریې پلازمېنه دمشق یې بېلګې دي.
نړۍ کې لس تر ټولو ګران بیه ښارونه
- سنګاپور (سنګاپور)
- پاریس (فرانسه)
- هانګ کانګ (چین)
- زېوریخ (سویټزرلنډ)
- جنېوا (سویټزرلنډ)
- اوساکا (جاپان)
- سیوول (سویلي کوریا)
- کوپن هاګن (ډنمارک)
- نیویارک (امریکا)
- تل ابیب (اسرائیل)
- لوس انجلس (امریکا)
دمشق د ارزان بیه ښارونو د لیست په پای کې ځای لري.
د سږ کال په لیست کې د پیسو پاړسوب (انفلاسیون) یا د پولي واحد ارزښت کموالی هم د ژوند پر معیار اغېزکونکی عنصر بلل شوی دی، چې د کارپوهانو په خبره د ارجنټاین، ترکیې، برازیل او وینزویلا ځینو ښارونو کې یې د اوسېدونکو پر لګښت اغېز کړی.
د وینزویلا چې پروسږ کال پکې انفلاسیون ۱۰۰۰،۱۰۰۰ سلنې ته ورسېد او حکومت اړ شو نوي کرنسي نوټونه چاپ کړي، د ارزان بیه ښارونو د لیست لومړي سر کې ځای لري.
په دغه ښار کې تېر کال د دسمبر میاشتې یوه اونۍ کې د یوې پیالې کافي بیه ۴۰۰ بولیوارز یا صفر اعشاریه ۶۲ ډالره پورته شوه. د سوریې دمشق د نړۍ ارزان بیه ښارونو کې دویم ځای لري.
د نړۍ لس تر ټولو ارزان بیه ښارونه
- کاراکس (وینزویلا)
- دمشق (سوریه)
- تاشکند (ازبکستان)
- الماتا (قزاقستان)
- بنګلور (هند)
- کراچۍ (پاکستان)
- لاګوس (نایجریا)
- بیونس ایرس (ارجنټاین)
- چنای (هند)
- نوی ډیلی (هند)